د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۰

سپینې ماڼۍ افغانستان ته خبرداری ورکړ


ګارډین ورځپاڼه د چارواکو په وینا خبر ورکوي چې؛ په کابل کې د ولسمشر حامد کرزي او امریکایي ډیپلوماټانو تر منځ په غونډه کې سختې خبرې شوې دي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر افغان ولسمشر ته په دې غونډه کې چې د سې شنبې په شپه وشوه؛ څرګنده کړه چې، تاسو د امنیتي همکاریو په تړون کې نوې خبرې راباسئ داسې خبرې چې هغه د دې تړون جزء نه دي.

سپینه ماڼۍ وایي چې، له افغانستانه به خپل ټول پوځیان وباسي که چیرته ونه توانیده چې ولسمشر کرزی دې ته وهڅوي چې؛ د امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي.

ګارډین ورځپاڼه د امریکایي چارواکو په وینا څرګندوي چې؛ د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس په کابل کې حامد کرزي ته خبرداری ورکړ، که چیرته د امنیتي همکاریو تړون راتلونکي کال ته ځنډوي نو له دې سره به په افغانستان کې هغه پلان ګډوډ شي چې؛ له مخې یې یو شمېر پوځیان تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هیواد کې پاتیږي.

د سپینې ماڼۍ ویاند وویل، سوزان رایس بیا هم پر دې ټیګار وکړ چې؛ له کابل سره د امنیتي همکاریو تړون باید ژر لاسلیک شي او که داسې نه کیږي، له دې پرته بله لاره امریکا ته نه پاتیږي چې؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته خپل ځواکونه په دې هیواد کې ونه ساتي او نور ټول بهرني پوځیان هم د راتلونکي میلادي کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "جین ساکي" هم په واشنګتن کې سې شنبې په ورځ وویل چې؛ د امنیتي تړون د لاسلیک کېدو په ځنډیدو کې به افغان ولس زیانمن شي:

"د تړون د لاسلیکېدو ځنډول به د راتلونکي کال تر انتخاباتو وروسته متحد ایالتونو او د ناټو متحدانو ته دا امکانات میسر نه کړي چې؛ تر ۲۰۱۴ کال وروسته د خپل حضور لپاره پلان جوړ کړي او دا ډیره مهمه ده. له دې سره همداراز د ناټو ژمنې له خطر سره مخامخیږي، د نورو هېوادو مالي ژمنې چې د شیکاګو او توکیو په کنفرانسونو کې شوې وې، له خطر سره مخامخیږي او دا ډیره مهمه ده چې، افغان ولس ته به هم هغه ډاډ ورنه کړي چې؛ په اخره کې دوی اړتیا ورته لري او انتخاباتو ته هم دوی ورروان دي."

ګارډین ورځپاڼه څرګندوي چې د سې شنبې په شپه په کابل کې د امریکایي ډیپلوماټانو او افغان چارواکو تر منځ پر دې خبرې شدید مخالفت پیدا شو چې؛ افغان لورې وړاندیز وکړ چې؛ د امنیتي تړون لپاره په کار ده چې؛ امریکا د ګوانتنامو له زندان څخه افغان طالبان خوشې کړي.

ورځپاڼې وړاندې د ولسمشر کرزي د ویاند خبرې رااخیستې دي چې؛ د سې شنبې په ورځ یې وویل، د امریکا سفیر جیمز کنینګهم هغه وخت سخت عکس العمل څرګند کړ چې؛ ولسمشر کرزي له ګوانتنامو د افغان زندانیانو د خوشې کېدو خبره یاده کړه؛ خو تر دې مخکې خبرې ګټورې وې.

ایمل فیضي وویل چې، د امریکا سفیر څرګنده کړه چې؛ د سولې بهیر د امریکا مسوولیت نه دی او د زندانیانو خوشې کېدل د امنیتي همکاریو د تړون برخه نه ده.

سپینې ماڼۍ خبرداری ورکړی دی چې؛ امنیتي تړون که ژر لاسلیک نه شو؛ راتلونکی کال به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي؛ خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي وویل چې؛ دی په دې باور نه لري چې؛ دا به په حقیقت کې امکان ولري.
XS
SM
MD
LG