د افغانستان لپاره د امريکا سفير د مشورتي لويې جرګې تر پايته رسېدو وروسته په يوه اعلاميه کې وويل:
”زه خوشحاله يم لويې جرګې چې د افغانانو استازيتوب کوي، د دوه اړخيز امنيتي تړون ملاتړ وکړ او له ولسمشر کرزي څخه يې وغوښتل چې د بلې مياشتې تر پاى مخکې يې لاسليک کړي“
جيمز کننګهم زياته کړه: د لويې جرګې پرونۍ پرېکړه له امريکا او نړيوالو متحدانو سره د افغانانو روانه امنيتي همکاري تاييدوي.
په کابل کې د امريکا سفارت يوه وياند د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي سند ژر نهايي کېدل به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
د فرانسې خبري اژانس په حواله، د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وويل، د لويې جرګې پرېکړه تاييدوي چې افغانان له امريکا سره اوږدمهالې ملګرتيا ته ژمن دي.
ښاغلي کري زياته کړه، لويې جرګې هم ټينګار وکړ، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ دې امنيتي او دفاعي سند په روان ميلادي کال کې لاسليک شي.
ولسمشر کرزي ويلي چې دغه سند به تر راتلونکو انتخاباتو وروسته لاسليکوي، ځکه دى له امريکا څخه غواړي چې د امن په راوستلو او د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو کې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي.
حامد کرزي پرون د جرګې په اختتاميه وينا کې وويل، دغه تړون بايد سوله راولي:
”له امريکا سره زموږ د تړون اصلي شرط سوله ده. دوى دې په دې برخه کې راسره مرسته وکړي. زه پوهېږم که دوى راسره صادقانه ودرېږي. دا کار کېږي. که سوله رانغله دغه تړون د افغانستان د بدبختۍ سبب کېږي“
د سياسي چارو کارپوه فردين هاشمي د فرانسې خبري اژانس ته وويل، تمه کېږي د ولسمشر کرزي له څرګندونو سره- سره به امنيتي سند ژر لاسليک شي.
ده زياته کړه: ”افغانان د امريکا مرستو ته اړتيا لري او د دغو مرستو لپاره يو شرط دا ايښوول شوى، چې امنيتي او دفاعي سند دې د روان ميلادي کال تر پاى مخکې لاسليک شي“
د دې سند ملاتړکوونکي وايي دغه تړون تر ٢٠١٤م کال وروسته وخت لپاره حياتي اهميت لري، چې د ناټو اکثريت سرتېري به له دې هېواده وتلي وي او افغان حکومت هم په تېرو دوولسو کلونو کې د وسلوالو طالبانو پرضدله جګړې سره- سره کمزورى دى.
مشورتي لويه جرګه پرون پايته ورسېده، چې شا و خوا دوه نيم زره قومي مشرانو، سياستوالو او نورو کسانو په کې ګډون کړى و.
تمه کېږي چې په نژدې راتلونکي کې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي او دفاعي سند د تصويب لپاره ولسي جرګې ته ولېږل شي.