د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۴

رحيم الله يوسفزى: پاکستان او افغانستان پر يو بل بې باوره دي


رحيم الله يوسفزى
رحيم الله يوسفزى
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د پاکستاني وسله والو طالبانونوى مشر ملا فضل الله دا مهال افغانستان کې دى او له هغه ځايه په پاکستان کې دننه پر پاکستاني سرتېرو بريدونه کوي.

د دغه وزارت وياند اعزاز احمد چوهدري تېره اوونۍ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د افغانستان خاوره بايد پاکستان پر ضد ونه کارول شي او په خبره يې، تراوسه يې له افغان دولت سره پاکستان ته د ملا فضل الله د سپارلو په اړه خبرې نه دي کړي.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهانو اندېښه ښودلې ده، چې د ملا فضل الله تر ټاکنې وروسته به د پاکستان حکومت له يو ستونزو سره مخ شي او په وينا يې چې د ترهګرۍ نوې څپه به د پاکستان په ګډون د سيمې وضعيت هم نارامه کړي.

د سياسي او روانو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې د افغانستان او پاکستان دولتونه پر يو بل بې باوره دي او ښايي د ملا فضل الله د پاکستاني طالبانو تر مشر کېدو وروسته دا بې باوري نوره هم زياته شي:

"پاکستان خو مخکې نه له افغانستان نه غوښتلي دي چې دى (ملا فضل الله) وشړئ، موږ ته يې حواله کړئ، ويې نيسئ، خو د افغانستان حکومت اوسه پورې ددې کوم مثبت ځواب نه دى ورکړى، ځکه چې د افغانستان هم داسې شکايت لري چې د هغوى مخالفين لکه افغان طالبان او حقاني شبکه د هغوى کسان پاکستان کې دي او پاکستان نه هغوى وباسي، نه يې افغان دولت ته حواله کوي او نه د هغوى خلاف عمليات کوي، دا نو اوس د دواړو هېوادونو يو بل پر شکايات دي.

نو يو بل باندې خو مخکې هم دوى څه زيات اعتبار نه لاره، يو بل نه ډېر شکايات وو، يو بل سره يې وعدې کولې، خو عملي تعاون يې نه کاوه، اوس بۀ دا شکايات زما په خيال نور هم زياتېږي او يو بل باندې به بې اعتباري هم زياتېږي."


نوموړي همدا راز وويل، چې د پاکستان حکومت به ښايي په نزدې راتلونکي کې له افغان دولت سره د ملا فضل الله په ګډون د لطيف الله مسود او مولوي فقير محمد په اړه هم خبرې وکړي.

د پاکستاني وسله والو طآلبانو نوى مشر له پخوا راهيسې له پاکستاني حکومت سره د خبرو اترو مخالف او له متشددو سخت دريځو له ډلې دى، چې په سوات او اړوندو سيمو کې يې پر پاکستاني امنيتي ځواکونو خونړي بريدونه کړي دي.

د روانې مياشت په لومړۍ نېټه د په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټۀ الوتکو په بريد کې د پاکستاني وسله والو طالبانو د مشر حکيم الله مسود تر وژل کېدو وروسته، وسله والو پاکستاني طالبانو د پنج شنبې په ورځ ملا فضل الله د خپل مشر او شيخ خالد حقاني د هغه مرستيال وټاکل.

د پاکستاني وسله والو طالبانو د وياند شاهد الله شاهد په وينا، ملا فضل الله او مرستيال يې له پاکستاني حکومت سره د خبرو اترو مخالف دي.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG