د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۴۲

خوست: د امنیتي مسولیتونو تر انتقال وروسته امنیت ښه شوی


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په یاد ولایت کې له بهرنیو پوځیانو څخه د امنیتي مسولیتونو په انتقال سره امنیتي حالت ښه شوی او اوسمهال په هغو سیمو کې هم چې پخوا په کې امنیتي اندیښنې ډېرې وې؛ د امنیت په برخه کې د پام وړ ښه والۍ راغلی دی.

د خوست ولایت چارواکي وايي، په نوموړي ولایت کې د نړیوالو پوځیانو څخه د امنیتي مسوولیتونو بهیر په تدریج سره بشپړ شوی او دا وخت د خوست د سرحدونو، ولسوالیو او اړوندو سیمو امنیتي مسوولیتونه په بشپړ ډول افغان پوځیان سمبالوي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د نړیوالو ځواکونو تاسیسات او پوځي ځایونه په سالمت ډول افغان پوځیانو ته سپارل شوي او دا مهال ورځني افغان سرتیري ساتنه کوي؛ د ده په وینا افغان سرتیري په ښه روحیه سمبال دي او د دوی په هلو ځلو د هرې ورځې په تیریدو سره امنیتي حالت د ښه والي لور ته ځي او ورځ تر بلې دولتي واکمني پسې پراخیږي:

"هغه د صحرا باغ پوځي کمپ په مکمله توګه زموږ دولت ته تسلیم شوی او هلته اوس زموږ امنیتي قواوې په کې شتون لري؛ همدارنګه زموږ قواوې د سرحدونو، د ولسوالیو، د ولایت د مختلفو کلیو او بانډو د امن ساتنې مسوولیت په خپله لري.

خوشبختانه موږ ته د انتقال پروسه په ډېر ښه شکل سرته رسیدلې؛ زموږ او ستاسو د عسکرو که هغه په ملي اردو کې دي؛ که په پولیسو، سرحدي ځواکونو او یا ملي امنیت کې په ډېر لوړ او عالي مورال سره خپلې دندې ترسره کوي؛ ورځ تر بلې حتا امنیتي وضعیت بهتره کیږی، هره ورځ په دې ولایت کې هغه کلي او بانډې چې پخوا د امنیت له نظره لږ دې تشویش وړ وو؛ هغه کې هم اوس امنیتي فضاء بهتره کیږي."


عبدالجبار نعیمي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وړاندې وویل، چې خوست د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله عربي هېوادونو کې تر ټولو زیات مساپرین لري، چې هغوی ته له کابل څخه خوست ته د سړک د خرابوالي له کبله په موټر کې تګ او راتګ ستونزمن وي، همدارنګه ده د هوايي ډګر فعالول د لویو ډونرانو او د حکومت د لوړپوړو چارواکو د راتګ له پاره په ګټه کې وباله او هيله يې وښوده، چې ډېر ژر به د اړوند وزارت په پاملرنې سره په یاد هوايي ډګر کې، چې تېر دوولس کاله په کې د امریکايي پوځیانو اډه وه، د افغاني الوتکو الوتنې پیل شي:

"د صحرا باغ په نظامي کمپ کې د الوتکو د کیناستو له پاره ځای موجود دی، زما به د ټولو نه زیات لومړیتوب دا وي، چې خوست ته د دې میاشتې له پیل نه پروازونه شروع شي، دا غوښتنه ما د اړوندو وزارتونو څخه کړې ده، اطمینان يې هم راکړی او زه امیدواره یم چې د تخنیکي او مسلکي هیات د کاتنې او نظر نه وروسته به په هغه ځای کې پروازونه شروع شي تر څو زموږ مساپرین وروڼه او زموږ تاجران زموږ د ولس له پاره دغه اسانتیا چې هلته برابریدای شي هغه برابر کړي."

کتونکي په دې باور دي، که چیرې نړیواله ټولنه د افغان پوځیانو روزنې، په درنو وسلو د هغوی سمبالښت او د هوايي قوې اکمال او تجهیز په برخه کې لازمې مرستې وکړي، نو ښايي افغان پوځيان وکولای شي، چې په خپلواکه توګه نظم او امنیت ټینګ کړي.
XS
SM
MD
LG