د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۳

د وسله والو پرضد جګړه هیڅ په افغانستان پورې مربوطه نه وه


امریکا چاپ، فارین پالیسي خپرونې په وروستۍ ګڼه کې: د وسله والو پر ضد جګړه هیڅکله په افغانستان پورې مربوطه نه وه – ترسرلیک لاندې یو مضمون خپور کړی او په یوې برخه کې یي لیکي:

په داسې حال کې چې؛ د امریکا پوځ د بودجې له کمښت سره لاس او ګریوان دی او عسکر یي له افغانستانه د وتلو په حال کې دی، ټول سیاست وال او پوهان له ۲۰۱۴ م کال وروسته د افغانستان په اړه بحثونه کوې، په دې معنی چې د افغانستان مسالې په مړي باندې د څیړنې او تحقیق شکل غوره کړی دی.

خپرونه لیکي:

په بحثونو کې د امریکایانو نظریه مطرح کیږي او هیڅوک د جګړې د میدان خبرې نه کوي.

خو د افغانستان د جګړو په اړه څیړنې او کتابونه واقعیتونه بل ډول بیانوي.

د یوه کتاب لیکوال په خپل کتاب کې د یوه افغان خبره راخیستي چې وایي، که چیرې تاسې موږ ته ښوونځي اباد کړی او مسجدونه مو ورغوۍ، طبیعي خبره ده چې؛ موږ به تاسو ته په ورین تندي ګورو، لاس به درکوو او ان تاسې بهرنیان به چای ته رابولو او که امکان یي وي له تاسو سره به عسکونه هم اخلو، خو دا کارونه د یوه مصلحت پر اساس کیږي او هیڅلکه په دې معنی نه دي چې موږ تاسو ته وفادار یو او طالبان مو بیخي رد کړي دي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي:

ترهغې چې تاسې د افغانستان تاریخ سم ونه لولې او هغه په سیمه ییزه سطحه ونه څیړې، تاسې له ۲۰۱۴ م کال وروسته افغانستان یعنې د بهرنیو عسکرو وروسته حالت په اړه سم قضاوت کولای نشی.

فارین پالیسي خپرونې د افغانستان په اړه یو بل مضمون هم خپور کړی او سر لیک یي ورکړی:

په افغانستان کې د پاکستان تر ټولو غوره انتخاب.

خپرونه لیکي:

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې له افغانستان پرته بل هیڅ هېواد د پاکستان په اندازه زیات تاوان نه کوي.

ټول هغه خیالات او چورتونه چې؛ له ۲۰۱۴ م کال وروسته د پاکستان لپاره موجود دي، هسې خوشې کیسي دي.

پاکستان دا مهال له یوې کورنۍ جګړې سره لاس او ګریوان دی، په ډيرې اسانۍ سره په سیمه يیزو سیالیو او ان سیمه يیزې جګړې کې ښکیل کیدای شي.

خپرونه لیکي:

که فرض کړو چې؛ طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل او یو بنسټ پالی یا افراطي دولت یي جوړ کړ، پر پاکستان به يي اغیز څه وي؟ واضح خبره ده چې؛ په پاکستان کې به هم افراطیت قوت پیدا کوي.

د افغانستان د کورنۍ جګړې بل اغیز به د دې سبب شي چې؛ یوځل بیا به په میلونونو افغانان هجرت ته اړ شي او بیا به هم پاکستان له ستونزو سره مخامخ کړي.

فارین پالیسي خپرونه وړاندې لیکي:

پاکستان یو انتخاب لري او دا انتخاب په تیرو دولسو کلونو کې هم موجود و.

دا انتخاب د افغانستان او د پاکستان د راتلونکي لپاره د هیلو یو څرک دی.

دا انتخاب په اوږدې مودې کې د پاکستان د ګټو کره څیړنه ده. په دې معنی چې یو باثباته، سوکاله او خپلواک افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

د دې پرځای چې پاکستان په افغانستان کې د جګړو او شخړو اور ته لمن ووهي، منځ لارې قوتونه باید وهڅوي، د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره باید هلي ځلې وکړې او د داسې یوه حکومت په رامنځ ته کیدو کې باید مرسته وکړي چې؛ د افغانستان خلکو او سیمې ته د منلو وړ وي.
XS
SM
MD
LG