د سولې عالي شورا وایې، چې د لطیف الله مسعود په نامه د پاکستاني طالبانو د یوه قومندان نیول به د افغاني طالبانو او حکومت ترمنځ بې باوري لا زیاته کړي.
د دې شورا ویاند وایې، چې ښایې مسعود د افغان امنیتي ځواکونو په مشوره د افغانستان د سولې د پروسې په ارتباط افغانستان ته راغلی وي.
د راپورونو له مخې د پاکستاني طالبانو دا قومندان تیره جمعه د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ونیول شو.
بل خوا د افغانستان د ملي امنیت یوه مسوول ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته په دې اړه معلومات نشته چې مسعود اوس له چا سره دی.
د سولې د عالي شورا مسولین د سولې په پروسه کې د پاکستاني طالبانو د یوه قومندان لطیف الله مسعود ونډه مهمه ګني او له امریکایې چارواکو غواړي چې نوموړی بیرته خوشي کړي.
د دې شورا ویاند شهزاده شاهد د یکشنې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د امریکایې ځواکونو له لوري د مسعود نیول به د افغاني طالبانو او افغان حکومت تر منځ بې باوري لا زیاته کړي.
نوموړی وایې، یاد طالب قومندان د افغان طالبانو له مشرتابه سره د اړیکو له مخې کولای شي د سولې له عالي شورا سره مذاکراتو ته دوی وهڅوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ و منله، چې لطیف الله مسعود نیول شوی.
د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ ولسوال عبدالحمید حامد آزادي راډیو ته وویل، چې یاد طالب قومندان د دې ولسوالۍ په سفید سنګ سیمه کې د شپې په مخه د امریکایې ځواکونو لخوا و نیول شو.
واشنګټن پوسټ ورځپانه وایې، چې امریکایې ځواکونو له نیولو وروسته مسعود د باګرام اډې ته انتقال کړی.
د شرق الاوسط ورځپانې په یوه راپور کې لیکي. چې دیرش کلن لطیف الله مسعود لومړۍ د پاکستاني طالبانو د مشر حکیم الله محسود موټر چلونکی او وروسته د هغه د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو.
بل خوا د افغانستان د ملي امنیت د ریاست یوه مسوول ازادي راډیو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو د نوموړي د نیول کیدو په اړه دوی ته خبر نه وو، ورکړی.
دغه چارواکي د یکشنبې په ورځ د نوم د نه خپريدو په شرط وویل، دوی اوس هم له مسعوده نه دي خبر.
د سیاسي چارو کتونکی وحید مژده که څه هم له افغاني طالبانو سره د هغه اړیکې تایدوي خو وایې چې دی د افغاني طالبانو په منځ کې ډیر نفوذ نه لري.
د ښاغلي مژده په خبره لطیف الله مسعود نشي کولای د سولې په خبرو کې اساسي رول و لوبوي.
اخوا یو شمیر راپورونه وایې، چې لطیف الله مسعود د افغان چارواکو په غوښتنه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د منځګړیتوب لپاره راغلی وو.
لویدیځو رسنیو د نوموړي نیولو ته اشاره کړې او وایې، چې دې مسلې د ولسمشر حامد کرزي غوصه راپارولې ده.
خو دا لا نه ده روښانه چې آیا امریکایې ځواکونه به د لطیف الله مسعود د خوشي کولو په اړه د سولې د عالي شورا غوښتنې ته مثبت ځواب ووایې او که نه.