د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۹

په ننګرهار کې موټر بم چاودنې نهو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده


نن سهار شاوخوا اته بجې د ننګرهار امنیه قومندانۍ دروازې په خله کې د کرولا ډوله موټر په وسیله چې؛ له چاودیدونکو توکو ډک و چاودنه شوې.

د ننګرهار امنیه قومندان فضل احمد شيرزاد وايي چې؛ په دې پېښه کې څلور تنو امنيتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او پینځو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:

"نن سهار یو یوه انتحاري د کرولا موټر په وسیله چې؛ له انفجاریه موادو ډک و، د امنیه قومندانۍ پر لور راروان چې زموږ موظفینو پرې ډزې کړي او سمدلاسه يې د قومندانۍ دروازې سره ځان ته چاودنه ورکړې چې؛ په دې پېښه کې دوه پولیس وژل شوي، دوه ټپیان دي، یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور تنه نور زخميان دي."

بل خوا د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر رسنيو ته په راستولي پیغام کې ویلي چې؛ په دې چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي او د یوه ټرافیک په ګډون اته تنه پولیس زخميان شوي.

د يادې پيښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د یو بل خبر له مخي نن نهه نیمي بجې په بیزاکمالاتي کې د پولیسو پر یوه رینجر چاودنه شوې.

په یاده سیمه کې د چوپان په نامه د اردو یوه افسر ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ چاودنه په سړک کې د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله شوې چې؛ هیڅ تلفات نه لري.

په ننګرهار کې دا دوه پرلپسې چاودنې داسې مهال کیږي چې؛ په دې ولایت کې د نیکمرغه لوی اختر په رارسیدو سره ټینګ امنيتي تدابير نیول شوي.

شاه محمود شینواری ـ ننګرهار

پخوني معلومات:

چارواکي وايي د ننګرهار ولایت امنیه قومندانۍ په دروازه کې ځان وژونکی برید شوی.

نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د ننګرهار امنیه قومندانۍ د لومړۍ دروازې مخې ته درنه چاودنه شوې.

د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقي وال ازادۍ راډیو ته ویلي چې؛ دا د موټر په وسیله ځان وژونکی برید و چې؛ د امنيه قومندانۍ په لومړی دروازه کې شوی.

نوموړی وايي، چې په دې پېښه کې پولیسو ته تلفات اوښتي؛ خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

د دې پيښې وروستي جزیات به وروسته خپاره شي.
XS
SM
MD
LG