د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۶

دوه امريکايي پوځي مشران له دندو ليرې شول


تورنجنرال چارلز ګورګانوس (Major General Charles Gurganus) او تورنجنرال ګريګ ستورديوانت (Major General Gregg Sturdevant)
تورنجنرال چارلز ګورګانوس (Major General Charles Gurganus) او تورنجنرال ګريګ ستورديوانت (Major General Gregg Sturdevant)
په هلمند کې د بهرنيو ځواکونو پر يوه مهمه پوځي اډه د طالبانو د بريد په وړاندې د ناکافي امنيتي تدابيرو له کبله دوه امريکايي پوځي مشران له دندو ليرې شول.

د سمندري ځواکونو د قول اردو قوماندان، پرون د امريکا دوه جنرالان له دې کبله له دندې ليرې کړل، چې تېر مېلادي کال په افغانستان کې د طالبانو له يوه خونړي بريد څخه د يوې لويې پوځي اډې په دفاع کې پاتې راغلي دي.

په هغه بريد کې دوه سمندري پوځيان ووژل شول او د پوځي اډې اته تنه کارکوونکي ټپيان شول، د پوځي تحقيقاتو له مخې د کمزورو امنيتي تدابيرو له کبله وسلوالو طالبانو په هلمند ولايت کې بسشن کمپ ته لار پيدا کړې وه.

د رويټرز اژانس په حواله، د څلور مياشتنيو تحقيقاتو د نتايجو له مخې په هغه وخت کې د سمندري ځواکونو عالي رتبه قوماندان تورنجنرال چارلز ګورګانوس (Major General Charles Gurganus) او تورنجنرال ګريګ ستورديوانت (Major General Gregg Sturdevant) د دې ګواښ په وړاندې د مقابلې او د خونديتوب په خاطر په کافي اندازه اقدامات نه وو کړي.

د سمندري ځواکونو يوه مقام رويټرز اژانس ته وويل، د دوشنبې په ورځ د سمندري ځواکونو د قول اردو قوماندان جنرال جيمز اموس (General James Amos) له دواړو پوځي مشرانو وغوښتل چې تقاعد وکړي، ده په شخصي ډول د امريکا په دفاع وزارت کې له ګورګانوس او د ويډيويي کنفرانس له لارې له ستورديوانت سره چې په بهر کې و، خبرې وکړي.

امريکايي چارواکي وايي دواړو پوځي مشرانو دا دستور ومانه. د افغانستان د دوولس کلنې جګړې پر مهال د يوې پوځي اډې په دفاع کې د پاتې راتلو له کبله تر اوسه دومره لوړ رتبه پوځي چارواکي له دندو نه وو ليرې شوي.

بسشن کمپ په هلمند کې د بريتانوي ځواکونو مهمه هوايي پوځي اډه چې د افغانستان په جنوب کې د امريکايي ځواکونو له کمپ ليدرنيک سره تړل شوې، چې د ناټو قواوو مرکزونه په کې دي.
XS
SM
MD
LG