د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۲۴

د مفسدینو د کاندیدۍ مخ دې ونیول شي


کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په لومړي مخ کې لیکلي، د نوم لیکنې په لومړۍ ورځ هېچا هم د ولسمشرۍ نوماندۍ ته نوم ونه لیکه.

ورځپاڼه له فساد سره د مبارزې شبکې څخه په نکل لیکي د جنایت کارانو او مفسدینو د کاندیدۍ مخ دې ونیول شي.

یاده ورځپاڼه د همدې شبکې په حواله لیکلي، ستره محمکه دې د هغو کسانو نوملړ چې پر اداري فساد د ځمکو پرغصب او زنځیري وژنو تورن دي، د انتخاباتو او د شکایتونو اورېدو کمېسیون ته وسپاري.

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي انتخابات په داسې حال کې د یوه هېواد لپاره برخلیک ټاکونکی بهیر کېدای شي چې راڼه او سراسري ترسره شي.

لیکوال اندېښنه ښکاره کوي، چې له بده مرغه د راتلونکو انتخاباتو لپاره روان انتخاباتي بهیر سر له اوسه په درغلیو او ناسمه روان دی.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د چارواکو ناڅاپي څرګندونې، د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو نه ګډون، هغه اندېښنې دي چې د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

د سرمقالې لیکوال دولت ته سپارښتنه کوي، د سالمو او رڼو انتخاباتو لپاره دې د امنیت په ټینګولو کې له نړېوالې ټولنې مرسته وغواړي او هم دې دعامه پوهاوي بهیر چټک کړي.

د محور ورځپاڼه په سرمقاله کې امنیت د انتخاباتو پر وړاندې یوه اساسي ستونزه ګڼي، خو حکومتي چارواکي وايي، چې د ناامنیو د له منځه وړلو لپاره پیاوړې اراده لري، سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي نو چې کله اراده موجوده وي، د کار د سموالي او ښه پرمختګ لپاره هم کوم ممانعت نه رامنځ ته کیږي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د ولس ترڅنګ افغان حکومت هم په هېواد کې نا امنیو اندېښمن کړی او دانتخاباتو لپاره یې جدي ستونزه ګڼي.

لیکوال وړاندیز کوي خو حکومت دې د اندېښنو او اوازو خورولو پر ځای دامنیت په راوستلو کې له خپل ټول توان نه کار واخلي.

د ویسا په سرمقاله کې د نا امنیو ترڅنګ یوې بلې سترې ستونزې ته هم اشاره شوې، چې هغه د کورنیو او بهرنیو کړیو طرحې دي چې؛ د سرمقاله لیکونکي په اند په لوی لاس غواړي انتخابات پریوه بحران واړوي.

د لیکوا ل په باور دا اوس چې ځینې بهرنۍ کړۍ پر انتخاباتو ټینګار کوي ،حکومت ته یې دشفافو ترسره کولو سپارښتنه کوي ،داسې ښکاري چې اصلآ د دوی سناریو همدغه ده چې په دې برخه کې بیا غو غا ته لاره هواره وي.

د سرمقالې د لیکوال په اند د امنیتي مسوولیتونو سپارل،د پوځي اډو او ستراتیژیکو تړونونو خبره ،له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو اېستل او په افغانستان کې ولسمشریز انتخابات هسې تصادفي نه دي سره راټول شوي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې د دې ټولو یو ځای ته راټولېدل ستر هدف همدغه دی چې افغان چارواکي د دوی شرایطو ته تسلیم شي.

دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پر افغانانو غږ کړی،باید د یوه ډیموکراټ ملت په توګه نړۍ ته داثابته کړي ،چې نور له جنګونو ستړي شوي او نه غواړي چې د جګړو له لارې واک تر لاسه کړي،دوی دې انتخاباتو کې پراخه ونډه واخلي او هم دې دانتخاباتو له شفافیت سره مرسته وکړي.

چمتوکوونکی رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG