په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د سړک غاړې بمي چاودنې ٩ پاکستاني سرتېري وژلي او ٢٠ نور ټپيان کړي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکيو د دفتر له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د يکشنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په بويا نومي سيمه کې د پاکستاني سرتېرو پر کاروان د سړک غاړې بمي چاودنې ٩ پوځيان وژلي او ٢٠ ټپيان کړي دي.
اعلاميه همداراز وايي، چې د امنيتي ځواکونو کاروان د شمالي وزيرستان له دته خېل نومي سيمې څخه د ميرانشاه پر لور روان و.
د شمالي وزيرستان يو تن ځايي اوسېدونکي د خپل نوم نه ښودلو او غږ نه ثبتولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې د يکشنبې په ورځ په دغه سيمه کې د پاکستاني سرتېرو له خوا پر پر لګېدلي ګرځبنديز سربېره د پاکستاني سرتېرو پر موټر د سړک غاړې بمي چاودنې دغو سرتېرو ته ډېره مرګ ژوبله اړولې ده.
د هغه په خبره، تر چاودنې وروسته پاکستاني سرتېرو سيمه محاصره کړې ده او تلاشي عمليات يې پيل کړي دي.
شمالي وزيرستان د افغانستان پر پوله پرته قبايلي سيمه ده، چې دا مهال پکې د القاعدې شبکې غړي، پاکستاني طالبان او نور بهرني او کورني وسله وال سخت دريځي اورپکي مېشت دي. دغه سخت دريځه وسله وال پر افغانستان سربېره په پاکستان کې هم ترهګريز فعاليتونه کوي.
د افغانستان او نړېوالې ټولنې پر فشارونو سربېره د پاکستان حکومت لا تر دې دمه په شمالي وزيرستان کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پرضد د پوځي عملياتو پريکړې نه ده کړې.
که څه هم په دې وروستيو کې د پاکستان نوي حکومت له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو خبر ورکړى و، خو تر دې دمه لا کومې غاړې ددې خبرو د پيلېدو تصديق نه دى کړى.
د يادونې وړ ده، چې د شنبې په ورځ د شمالي وزيرستان په موساکي نومي سيمه کې د امريکا بې پيلوټه الوتکو د شکمنو وسله والو سخت دريځو پر يوه مرکز دوه توغندي داغلي وو، چې په ترڅ کې يې ٤ وسله وال سخت دريځي وژل شوي وو.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور