د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په هېواد کې د کوکنارو د کښتونو په له منځه وړلو کې د تیر کال په پرتله 10 فیصده کموالی راغلی.
د دې وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې چارواکو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغان ملي پوځ او نړېوالې ټولنې نه همکاري د دې سبب شوې، چې د کوکنارو د کښتونو په له منځه وړلو کې کمی راشي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په روانه میاشت کې یې د نشه يي توکو دوه قاچاق وړونکې نیولي دي.
خو د افغانستان د فاع وزارت وایي، له نشه يي توکو سره د مبارزې له پولیسو سره یې پخوا هم همکاري کړې او بیا به هم دوام ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، اوس مهال د نشه يي توکو کښت، تولید او قاچاق تر ډیره د هېواد په نا امنو سیمو کې کیږي.
د دې وزارت د مسئولینو په باور په افغانستان کې موجوده نا امنۍ له نشه يي توکو سره مبارزه ټکنۍ کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي د دوشنبې په ورځ د نشه يي توکو د دوو لویو قاچاق وړونکو د نیولو د اعلان په غونډه کې وویل، د کوکنارو د کښت په له منځه وړلو کې ځکه کموالی راغلی، چي افغان پوځ یې ملاتړ نه کوي:
“8805 هیکټاره مځکه سږ کال له د کوکنارو له کښت څخه پاکه سوې ده، چي د تیر کال په پرتله 10 فیصده کمښت ښيي.
موږ یې دلیل دا بولو چي اوس تر ډیره کښت، قاچاق او قاچاق کول یې په نا امنو ولایتونو کې کیږي، چي هلته په کمه توګه لاس رسی کیږي، نو ځکه لس فیصده کموالی راغلی، بل هم د امنیتي ځواکونو او نړیوالي ټولني نه ملاتړ د کښت په برخه کې.”
ښاغلی احمدي وایي، د کوکنارو د کښتونو د کموالي په اړه دغه کموالی په اټکلي ډول دی او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت او د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې هم څه نه دي ویلي.
نوموړی وایي، له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو اوسنۍ وړتیاوي هم په لازمه توګه نه دي لوړې شوي.
دی له افغان حکومت او نړیوالي ټولني غواړي، چي تر 2014م کال پوري ددغو پولیسو وړتیاوو او شمېر ته ډیر پام وکړي.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د مسئولینو په خبره، د نشه يي توکو 92 فیصده کښت او تولید د افغانستان په جنوبي او لویدیځو ولایتونو لکه کندهار، هلمند، فراه او ارزګان کې کیږي.
د کورنیو چارو وزارت ددې انتقاد په اړه چي افغان پوځیان د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په برخه کې د دوی پوره ملاتړ نه کوي، له دفاع وزارت سره شریک کړ.
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې افغان پوځ پخوا په دې برخه کې همکاري کړې او بیا به هم د پولیسو تر څنګ ولاړ وي.
د راپورونو له مخې افغانستان اوس هم په نړۍ کې د نشه يي توکو لوی تولیدوونکی هېواد بلل کیږي.
په ځینو راپورونو کې ویل سوي چې ، وسله وال مخالفین هم د خپلو مالي امکاناتو یوه لویه برخه چې د کال شاوخوا څلور سوه ملیونه ډالر کیږي د نشه یې توکیو له درکه ترلاسه کوي.
په تیرو څوکلونوکې د افغان حکومت ترڅنګ نړیوالې ټولنې هم د نشه یې توکیو پرضد مبارزه کې د پام وړ ونډه اخیستې خو داسې انتقادونه کیږي چې دې مبارزې تراوسه لکه څنګه چې لازمه ده نتیجه نه ده ورکړې.
معصوم میوند- کابل