د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون په دوه ورځني سفر نن سهار اسلام باد ته رارسېدلى دى.
د پاکستان د اسوشيټډ پريس د خبر پر اساس بان کي مون به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له نوي صدراعظم نواز شريف او د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره وګوري.
خبر ځاى زياتوي، چې د ملګرو ملتونو مشر به د پاکستان له جګپوړو مقاماتو سره د سيمې په حالاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان په روان حالت او په ٢٠١٤م کال کې د امريکايي سرتېرو تر وتلو وروسته حالت وغږېږي.
خبر ځاى مخکې ليکي، چې د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون د هندوستان او پاکستان ترمنځ په رامځته شوي کړکېچ اندېښمن دى. نوموړي پر دواړو هېوادونو غږ کړى ، چې رامنځته شوى کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان پاکستان ته د ملګرو ملتونو د مشر بان کي مون سفر مهم ارزوي. د پېښور پوهنتون د نړېوالو اړيکو د پوهنځي مشر عدنان رسول له ازادۍ راډيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې په داسې حساسو شېبو کې چې په افغانستان او پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو خبرې روانې دي، د ملګرو ملتونو د مشر دوره ډېره مهمه ده:
"دا ډېره اهمه دوره ده. د افغانستان دسولې د پروسې او د پاکستان او هندوستان پر پوله کړکېچ روان دى، نو دې لحاظ سره زما په خيال دا ډېره بر وقت دوره ده. او داسې چې کوم عهديداران دي خاصکر د اقوام متحده نه، هغه يقيناً دنيا اقوام باندې او نورو هېوادونو باندې ډېر اثر وي. زما په خيال دا دوره چې په راتلونکي کال کې به بهرني سرتېري له افغانستانه وځي، نو په دې وخت کې دا دوره ډېره مهمه ده."
نوموړي زياته کړه، چې د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون به د پاکستان له صدرعظم نواز شريف او ولسمشر اصف علي زرداري سره د افغانستان د سولې پر پروسې مهمې خبرې وکړي:
"بان کي مون به پاکستان له صدراعظم، ولسمشر او نورو افسرانو سره د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي او د پاکستان او هندوستان پر کړکېچ کې به دواړو هېوادونو ته اپيل وکړي، چې دا کړکېچ کوم خطرناک حد ته ونه رسېږي. په داسې حساسبو شېبو کې چې د نورې نړۍ کوم مشران دوره کوي، نو هغه ډېر زيات مثبت اثر کوي."
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون به پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ددغه هېواد له صدراعظم نواز شريف او ولسمشر اصف علي زرداري سره د افغاسنان او پاکستان پر اړيکو او نورو اړندو مسالو خبرې وکړي. او سربېره پرپر دې به ددغه هېواد د ازادۍ د ورځې په مناسبت په بېلابېلو پروګرموانو کې ګډون وکړي.
راپور: ذبيح الله شفق، پېښور