د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۷

عزیزي: د ننګرهار له امنیتي مسولینو څخه تحقیقات پیل شوي


د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي، چې د ننګرهار له امنیتي مسوولینو څخه د شیزادو ولسوالۍ کې په یوې پيښې کې پولیسو ته د اوښتو تلفاتو په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

شیرزاد ولسوالۍ ته د طالبانو له منګولو د یوه قومي مشر د ژغورنې لپاره پولیس استول شوی خو په دې عملیاتو کې د طالبانو له خوا څه باندې شل پولیس ووژل شول.

اوس لویې څارنوالۍ د کورنیو چارو وزارت په غوښتنه ددې لپاره ددې پيښې په اړه د ننګرهار د امنیې قومندانۍ له مسوولینو تحقیقات پيل کړي، چې ایا دا مرګ ژوبله خو به د امنیتي چارواکو د ناسمې رهبرۍ له امله نه وي رامنځ ته شوي.

د افغانستان د لويي څارنوالۍ چارواکي وايي چې؛ تر راتلونکو څو ورځو پورې به د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې د پولیسو د تلفاتو د یوې پيښې په اړه د دوي د پیل شویو تحقیقاتو نتایج معلوم شي.

د لويي څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي د دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د کورنیو چارو د وزارت په رسمي غوښتنې د شیرزادو ولسوالۍ د پیښې په اړه تحقیقات روان دي:

"د کورنیو چارو وزارت له خوا د لويي څارونوالۍ پوځي برخې ته یو مکتوب را رسیدلي او دا موضوع تر ځیړنې لاندې ده ترڅو ټول اسناد او شواهد بررسي شي،او له څیړنې څخه وروسته به د افغانستان لويي څارونوالۍ د ننګرهار د شیرزادو ولسوالۍ د پیښې په تړاو معلومات له مطبوعاتو سره شریک کړي."

ښاغلي عزیزي د دې تحقیقاتو د جزیاتو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

خو پخوا تر دې کورنیو چارو وزارت ویلي چې باید د ننګرهار د امنیې قومندانۍ له مسوولینو څخه تحقیقات وشي، تر معلومه شي چې د شیرزادو ولسوالۍ د پولیسو د عملیاتو په رهبري کې ناغیړې شوې او که نه.

شاوخوا لس ورځې مخکې پولیس د شیرزاد ولسوالۍ ته استول شوي تر څو یو قومي مشر چې طالبانو محاصره کړی و، وژغوري.

خو په دې عملیاتو کې پولیسو د طالبانو له یوه کمین سره مخ شول او څه باند شل پولیس پکې ووژل شول او یو شمیر وسایط یې له منځه ولاړل.

څو ورځې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، چې د ننګرهار د پولیسو مشر شریف امین د سیمې په اړه سمه ارزونه نه وه کړې او له همدې امله لویې څارنوالۍ ته د څیړنو لپاره معرفي شو.

خو د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د مشرتابه هییت شریف امین دا تورنه ردوي:

"اصلا په دې پیښه کې کاري بې پروايي نه ده شوي موږ د خلکو د ځان او مال دفاع لپاره حرکت وکړ کاري بې پروايي هغه وه، چې د هغه د کورنۍ ټول غړي وژل شوي واي،که چیرې د لويي څارنوالۍ پلاوي د څیړنو او پوښتنو لپاره راشي موږ حاضر یو ،دا چې په دې پیښه کې تلفات ډیر شوي جنګ کامیابي او ناکامي لري."

د ننګرهار ولایت له دوو اونیو راهیسي د شیرزادو ولسوالۍ دپیښې ترڅنګ د یوشمېر نور انتحاري حملو او ناکراریو شاهد وو.

د اختر په لومړي ورځ هم په غنی خیلو ولسوالۍ کې په یوې چاودنې کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړس تنه ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت د ننګرهار دامنیې قومندانۍ چارواکې په داسې حال کې لویې څارنوالۍ ته ورپیژنې چې په د مدنې ټولنې یو شمیر غړیو په ننګرهار کې روانې ناکرارۍ د ځايي چارواکو د نه پاملرنې له کبله ګڼي او ددې ولایت په اداره کې یې د اصلاحاتو غوښتنه کړې.

مرضیه احمدزۍ
XS
SM
MD
LG