د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

کانګرس: که افغانستان مالیه وضع کړي، بهرنۍ مرستې به کمې شي


د امریکا کانګرس خبرداری ورکړی چې؛ که افغانستان د امریکا پر وسایلو او تجهیزاتو مالیه وضع کړي، د امریکا بهرنۍ مرستې به ډیرې پرې کمې شي.

د کانګرس یو شمېرغړیو د افغانستان د امن کولو لپاره د امریکا په مشرۍ د کلونو هلوځلو ته په پام سره د افغانستان د حکومت دغه اقدام د خندا وړبللی دی.

د امریکا د کانګرس غړیو خبرداری ورکړی چې؛ که د افغانستان حکومت له دې هېواده د امریکا د پوځي وسایلو، خوراکي موادو او نورو شیانو پر ایستلو مالیه وضع کړي، د بهرنیو مرستو د ډیر کمښت سره به مخامخ شي.

ټاکل شوې ده چې؛ د امریکا متحده ایالات د خپلو عسکرو زیاته برخه، وسایل او تجهیزات په راتلونکو اتلسو میاشتې کې له افغانستانه وباسي.

سناتور پاتریک لیهي د افغانستان حکومت ته په اشاره ویلي چې؛ ده د افغانستان له حکومته ځیني احمقانه شیان لیدلي، داسې شیان یې لیدلي چې سړي ته دا فکر ورکوي چې دوي په کومه دنیا کې ژوند کوي. خو دغه یو یې بیخي له خپل حده وتلی دی.

د اسوشیتد پرس خبری اژانس د راپور له مخې د جمهوري غوښتونکو د ګوند سناتور لیندسي ګراهام د دغو خبرو په تایید ویلي چې؛ د افغانستان د امن کولو لپاره د امریکا په مشرۍ د کلونو هڅو وروسته له افغانستانه د متحده ایالاتو د وسایلو پر ایستلو مالیه وضع کول د خندا وړ خبره ده.

د راپور له مخې د امریکا کانګرس خبرداری ورکړی چې؛ د هر ډالر په مقابل کې به چې د مالیې په ډول وضع کیږي، امریکا د افغانستان حکومت ته د خپلې بهرنۍ مرستې پنځه ډالره کم کړي.

د اسوشیتد پرس خبري اژانس په وینا د امریکا د کانګرس غړي د مالیې د وضع کیدو په اړه د جون په اته ویشتمه د یوه لیک په ذریعه خبر شوي دي.

په دغه لیک کې ویل شوي چې؛ په افغانستان کې د امریکا له عملیاتو سره پر مرستندویه قراردادیانو د افغانستان د حکومت له خوا د وضع شویو مالیو او جریمو اندازه تقریبا یومیلیارډ ډالرو ته رسیږي.

د راپورله مخې د افغانستان د بیارغونې پر مرستو د امریکا سر پلټونکي خبرداری ورکړی و، چې که د امریکا کانګرس اقدام ونکړي نو به په راتلونکې کې د سلګونو میلیون ډالرو اضافي لګښتونو سره مخامخ شي.

له ۲۰۰۲ م کال راهیسې امریکا په افغانستان کې په پوځي برخه کې د سلګونو میلیارډ ډالرو ترڅنګ څه باندې نوی میلیارډ ډالره د بشري او بیارغونې په پروګرامونو کې لګولي دي.

د افغانستان حکومت تراوسه د امریکا د کانګرس د دغه خبرداری په اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG