د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ سلب اعتماد شو


ولسي جرګې نن د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ سلب صلاحیت کړ.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې؛ د دې وزارت لپاره بل وړ کس ور معرفي کړي.

ولسي جرګې د تیرې شنبې په ورځ وروسته له هغې د ښاغلي پتنګ د ایستیضاح پریکړه وکړه چې نوموړی ددې جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شو.

په کورنیو چارو وزارت کې اداري فساد، د هېواد په ځینو ولایتونو کې د امنیت خرابیدل او د ولسي جرګې پریکړو ته بې اعتنايي هغه مسایل و چې؛ له امله یې په ولسي جرګې کې د کورنیو چارو په وزیر انتقادونه وشول.

د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبې پتنګ د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې استیضاحیه غونډې ته حاضر شو، خو وې نه شوای کړی چې د یادو شوو موضوعاتو په اړه د وکیلانو قناعت ترلاسه کړي.

د ولسي جرګې په دې غونډه کې ۲۴۵ وکیلان حاضر وو، چې ۱۳۶ تنو یې ښاغلي پتنګ ته د رد رایې ورکړې.


د ولسي جرګې ریس عبدالروف ابراهیمي د نوموړي د سلب اعتماد کیدو پریکړه اعلان کړه:

"ښاغلی مجتبې پتنګ له کورنیو چارو وزارت څخه سلب اعتماد شو، د افغانستان ولسي جرګه له ولسمشر څخه غواړي چې د کورنیو چارو وزارت لپاره بل څوک د باور رایې لپاره را معرفي کړي."

ولسي جرګې وروسته له هغې د جنرال مجتبی پتنګ د استیضاح کیدو پریکړه وکړه چې نوموړی د تیرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شو.


خو د ولسي جرګې او د کورنیو چارو د وزیر اړیکو تر دې څو میاشتې مخکې هغه وخت خرابې شوې، چې ښاغلي پتنګ وویل، په څلورو میاشتو کې یې د ولسي جرګې د غړو شااوخوا پنځلس زره عریضې ترلاسه کړي دي.

په ایستیضاحیه غونډه کې ځینو وکیلانو د کورنیو چارو په وزیر انتقادونه وکړل او ویل یې چې خپل مسولیتونه یې په سمه توګه نه دي ادا کړي.

څارنوال عبدالروف او نواب منګل هم ددې وکیلانو له ډلې څخه وو:

"۱ په دې وروستیو کې د غیرقانوني وسلو د ویش له امله ډیرې ستونزې را پيدا شوي، ښه بیلګه یې هغه پیښه ده چې څو ورځې وړاندې په پروان کې وشوه او څو کسان په کې ووژل شول.

۲ په ټول هیواد کې امنیتي وضعه خرابه شوې او مخ په خرابیدو ده، د بیلګې په توګه د کابل، غزني، زابل، کندهار او هرات لویې لارې امنیت خراب شوی، اکمالاتي کاروانونه لوټ شوي او سوځول کیږي."

خو ښاغلي پتنګ دغو انتقادونه ته په ځواب کې وویل، چې امنیت ښه شوی، د فساد په وړاندې یې له ډيره وخته مبارزه پیل کړې او دی ملي شورا ته احترام لري.

ښاغلي پتنګ ادعا وکړه چې ځینو وکیلانو د وسلو د جواز اخیستو او زره موټرو په ګډون یوشمیر نورې غیرقانوني غوښتنې ترې کړي.

ښاغلي پتنګ وویل، چې دی په خپلو کارونو کې بریالی دی، خو ځینو مرستیالانو یې په ضد کمپاینونه پیل کړي او وکیلانو ته یې پیسې ورکړي:

"زما ځینې مرستیالان په دې کمپاین کې شریک وو، هغوی پیسې ویشلې او ویل یې که چیرې وزیر ایستیضاح شي ځای به یې مونږ ونیسو، په دې کې هیڅ شک نشته.

په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزیر د ولسمشر له خوا معرفي کیږي او ولسي جرګه رایه ورکوي."


تراوسه د افغانستان جمهوري ریاست د ښاغلي پتنګ د استیضاح کیدو په اړه څه نه دي ویلي.

معلومه نه ده چې ولسمشر حامد کرزی به چې د حکومت یې څو میاشتې پاتې دي، د ښاغلي پتنګ پر ځای بل څوک ولسي جرګې ته د کورنیو چارو د وزیر په توګه معرفي کړي او که دی به د سرپرست په توګه پریږدي.

تر دې پخوا ځینو سلب اعتماد شویو وزیرانو تر کلونو کلونو د سرپرست په توګه کار کړی دی.


راپور: اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG