راپور: جمیله "ظریف"
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون وایي، د انتخاباتو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو قوانین چې؛ د ملي شورا له خوا تصویب شوی ځیني تخنیکې ستونزې لري.
د دې کمیسون ویاند ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ تر اوسه دغه قوانین دوي ته نه دی رسیدلی او هر کله یې چې تر لاسه کړل نو په هکله به یې پریکړه وکړي.
د ملي شورا یوې ګډې کمیټې د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو نوی قانون تصویب کړ او تر هغې مخکې یې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د صلاحیتونو او تشکیلاتو قانون تصویب کړی و.
سره له دې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ملي شورا له خوا د دې کمیسون د دوه قوانینو د تصویبیدو هرکلۍ کوي خو وایي چې؛ دغه قوانین لا هم ځینې ستونزې لري.
د دې کمیسون ویاند نور محمد نور د سې شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د انتخاباتو قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو په قانون کې ځینې تخنیکې ستونزې موجودې دي.
نور وایي، د انتخاباتو په قانون کې ښځو ته شل فیصده ونډه ورکول او د کوچیانو لپاره په اوو حوزو کې د انتخاباتي حوزو په پام کې نیول هغه تخنیکی ستونزې دي چې؛ عملي کیدل یې ستونزمن دی:
"په ولایتي شورا ګانو کې د ښځو ونډه چې؛ په تقنیني فرمان کې پنځه ویشت فیصده ټاکل شوې وه، لس څوکی چې کوچیانو ته په پام کې نیول شوې وې او په هغو کې درې ښځو ته ځانګړې شوې وې له تخنیکې پلوه جدي ستونزې دي چې پدې قانون کې موجودې دي.
ځینې نورې ستونزې هم شته لکه د انتخاباتو په دواړو قوانینو کې د شکایتونو اوریدو کمیسون دایمي موجودیت."
نور وايي چې؛ تر اوسه دغه دواړه قوانین دوي ته نه دي رسیدلي او هرکله چې ورورسیدل په هکله به یې پریکړه وکړي.
د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوې ګدې کمیټې په دې وروستیو کې د انتخاباتو په قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د تشکیل او صلاحیتونو په قانون کې اختلافي موارد حل کړل او تصویب یې کړل.
د انتخاباتو د قانون په طرحه کې په ولایتي شوراګانو کې ښځو ته پنځه ویشت فیصده څوکۍ ځانګړي شوې وې، خو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ګډې کمیټې دا ونډه شل فیصدو ته را ټيټه کړه.
د قانون په طرحه کې ټول افغانستان د کوچیانو لپاره یوه انتخاباتي حوزه وه، خو ګډې کمیټې ورته اوه زونونه د انتخاباتي حوزو په توګه ټاکلي دي.
بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد مسوولین د ملي شورا له خوا د یادو قوانینو د تصویبیدو هرکلۍ کړی.
د دې بنیاد مشر جاناداد سپن غر هم تاییدوي چې؛ د انتخاباتو د نوي قانون د ځینو مواردو عملی کیدل به له تخنیکې پلوه ستونزې ولري.
د انتخاباتو او د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د تشکل او صلاحیتونو قوانین په ملي شورا کې له څو میاشتو بحثونو وروسته تصویب شوي چې ټاکل شوې ولسمشر ته د توشیح لپاره واستول شي.
دا چې ولسمشر به دغه قوانین توشیح کړي او کنه دا به وروسته څرګنده شي.
تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي و، چې که چیرې د انتخاباتو اړوند قوانین د سرطان د میاشتې تر پایه تصویب نشي، دوی به د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکې انتخابات هم د جمهور رییس د تقنیني فرمان له مخې وکړي.