د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

پېښور، روژه او ګراني


د پېښور اوسېدونکي وايي د روژې مبارکې مياشت له راتلوسره سم د خوراکي توکيو بيې لوړې شوې دي.

دوى وايي، چې په ښار کې د روژې له پيلېدا سره سم د ټولو خوراکي توکيو په بيو کې څرګند لوړوالى راغلى. د دوى په وينا حکومت يې په ښار کې د بيو د لوړېدا د مخنيوي لپاره لازم ګامونه نه پورته کوي.

د پېښور ښار يو تن اوسېدونکى عامر خان د روژې مبارکې له پيلېدا سره سم د بيو د لوړېدا په اړه اندېښمن دى. نوموړي له ازادي راډيو سره د خبرو پر مهال وويل، چې حکومت ته ښايي چې هره ورځ د ښار د لويو بازارونو احوال واخلي ترڅو د بيو د لوړوالي مخه ونيسي:

" ياره زه خو نن بازار ته راغلى يم، ريټونه چې مې وکتل نو ډېر زيات حېران پرېشان شوم، حکومت صرف خبرې کوي، ارزانې ارزانې وايي، خو هېڅ يې نه دي کړي. دلته هر څه ګران دي، مېوه، سبزي، دالونه، هر څه ګران دي. سوداګر هم د روژې په مياشت کې د ډېرو روپو ګټلو په نيت بيې لوړوي."

د پېښور په سبزي منډيي کې يو تن اخيستونکى ناصر خان چې په سخته ګرمۍ کې د ارزانې سبزي او مېوې په لټه کې و، ازادي راډيو ته وويل، چې د روژې له راتلو سره سم يې د بيو لوړوالي له امله د خوراکي توکيو او مېوې له اخيستو زړه تورېږي. نوموړى وايي، په نورو هېوادونو کې د روژې مبارکې په مناسب د خوراکي توکيو بيې کمېږي، خو په پاکستان کې ددې برعکس بيې اسمان ته خېژي:

" ګراني ډېره زياته شوې ده، د پروسږ کال په نسبت سږ کال يو په دوه شوې ده، په نورو هېوادونو کې چې روژه راځي، نو د روژې مبارکې په مناسبت د خوراکي توکيو په بيو کې کمښت راولي، خو دلته هر څه ګرانېږي. پروسږ کال کجورې په يو سل شل روپۍ کيلو وې، سږ کال هماغه کجورې په دوه سوه روپۍ دي."

بله خوا د پېښور يو تن سوداګر اشتياق احمد ازادي راډيو ته وويل، چې د پاکستاني روپۍ لوېدو او د ډالر د لوړېدو له امله يې په هېواد کې قيمتي زياتېږي. د هغه په وينا، ځينې سوداګر د روژې مبآرکې په مياشت کې مصنوعي قيمتي رامنځه کوي:

" دا مصنوعي ګراني خلک راوړي، ډالر اوچت شوى، او څوک پوښتنې والا نشته. په روژه کې حکومت د بيو د کنټرول لپاره لازم ګامونه نه پورته کوي، مارکېټ کې هم مال ګران وي نو دلته يې هم خلک ګران خرڅوي. د پاکستاني روپۍ د لوېدا او د ډالر له لوړېدا له امله قيمتي ډېره شوې ده."

د تل په څېر دا ځل هم د روژې مبارکې له پيلېدا سره سم د پېښور او شاوخوا سيمو په بازارونو کې ګڼه ګوڼه زياته شوې ده، خو دا ځل هم خلک د بيو د لوړوالي له امله شکايت کوي. د دوى په وينا، حکومت يې د بيو د مخنيوي لپاره کوم کوټلى پلان نه لري او نه يې د بيو د څارنې لپاره کوم کميسيون ټاکلى.

ازادي راډيو هڅه وکړه، چې د پېښور د بازارونو د بيې د څارنې د دفتر له چارواکيو سره په دې اړه اړيکي ونيسي، خو ددغه دفتر چارواکيو له خبرو کولو ډډه وکړه.

راپور: ذبيح الله شفق، پېښور
XS
SM
MD
LG