افغانستان له ترکمنستان سره د درې ملیارد مترمکعبه ګازو د اخستلو تړون لاسلیک کړی دی.
د کابل اوعشق آباد ترمنځ د دې نوي تړون له مخې به په دېرشو کلونو کې له ترکمنستان څخه درې ملیارده مترمکعبه ګاز افغانستان ته را وارد شي.
د دې ګازو د اخستلو تړون د سرطان د میاشتې په اتلسمه نیټه په عشق آباد کې د ټاپي پروژې د سرمشریزې د اولسمې غونډې په څنډه کې د افغان او ترکمنستاني چارواکو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ وویل چې؛ دا پروژه ډیراقتصادي ارزښت لري اود انرژۍ له درکه به د افغانستان اړتیا ترډیره پوره کړي:
"په لومړيو لسو کلونو کې به افغانستان پنځه سوه ملیون مترمکعبه ګاز له ترکمنستان څخه وارد کړي، په دوهمه لسیزه کې به یو ملیارد مترمکعبه ګاز او په درېیمه لسیزه کې به یو نیم ملیارد مترمکعبه ګاز وارد کړي.
دا ګاز به د ټاپي پروژې د ګازو د پایپ لاین له لارې افغانستان ته وارد شي."
د بهرنیو چارو وزارت ویلی دی چې په ټاپي پروژې کې ښکیلو هیوادونو موافقه کړې چې د آسیا د پراختیایی بانک په همکارۍ به د ۲۰۱۳ میلادي کال ترپایه د ټاپي لمیټډ په نوم د څلورو واړو هیوادونو دګازو د شرکتونو یو ګډ ایتلاف هم جوړ کړي.
په عین حال کې د افغانستان د کانونو وزارت وایي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال ترپایه به د افغانستان له لارې هند اوپاکستان ته د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین هم وغځول شي.
د کانونووزارت د پالیسۍ عمومي رییس جلیل جمراني د یکشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د ټاپي پروژې عملي کیدل به افغانستان ته ډیره اقتصادي ګټه ولري:
"د دې پروژې ګټه افغانستان ته ډیره ده هم به خلک ورڅخه ګټه واخلي او هم به د افغانستان په لویدیځ کې په فابریکو کې له دې ګازو نه استفاده وشي.
هغه شرکتونه چې دلته پانګه اچوي هغوی به هم مالیه ورکوي او کوم کسان چې په دې پروژه کې کار کوي هغوی به هم حکومت ته مالیه ورکوي.
د دې ترڅنګ به د کابل پنځه سوه ملیونه ډالرمونږ ته د پایپ لاین د فیس په توګه راکول کیږي.
که چیرې دا پروژه بریالۍ شي نو هند څلور داسې نورو پایپ لاینونو ته هم اړتیا لري اوپاکستان هم ډیر نور ګاز ته ضرورت لري".
د ټاپي پروژې تړون درې کاله مخکې د افغان ولسمشرحامد کرزي،د ترکمنستان د جمهور رییس قربان قلي بردي محمدوف،د پاکستان د جمهور رییس آصف علي زرداري او د هند د انرژۍ د وزیر مورلي دیورا ترمنځ لاسلیک شوی وو.
د افغانستان له لارې هند اوپاکستان ته د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین چې مالي لګښت یې څه باندې اته ملیارده ډالره ښودل شوی شاوخوا اولس سوه کیلومټره اوږدوالي لري چې نږدې اوه نیم سوه کلیومټره یې د افغانستان په خاوره کې غځیږي.
سره له دې چې هندي چارواکو تر راتلونکو څلور کلونو پورې د دې پروژې پرعملي کیدو ټینګارکړی خو په افغانستان کې نا امنۍ د ټاپي پروژې د عملي کیدو پر وړاندې لوی خنډ او اساسي ستونزه بلل کیږي.
راپور: نسیم شفق