د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۴۴

ملاله: د تروریستانو ګواښونه زما غږ نه شي غلې کولای


شپاړس کلنې پاکستانۍ انجلۍ، ملالې یوسفزۍ چې په خپل هېواد کې د نجونو د تعلیم لپاره د مبارزې په خاطر نړېوال شهرت لري، پرون د ملګرو ملتونو سازمان ته وینا وکړه.

ملاله د خیبر پښتونخوا د سوات د سیمې اوسیدونکې ده.

څه باندې نهه میاشتې مخکې وسله والو طالبانو ښوونځي ته د تګ په وخت پر هغې حمله وکړه؛ په سر یې په مرمۍ وویشته، خو د ملالې یوسفزۍ د وژلو دا هڅه ناکامه شوه.

دی په لندن کې تر درملنې وروسته یو وار بیا د نجونو د تعلیم لپاره خپله مبارزه پيل کړې ده.

ملالې یوسفزۍ پرون (جمعه) د خپلې شپاړسمې کلیزې په مناسبت د ملګرو ملتونو د سازمان استازو ته وینا وکړه.

په پاکستانې کې د نجونو د تعلیم او سولې لپاره دې مبارزې د ملګرو ملتونو سازمان ته په وینا کې ټينګار وکړ چې؛ د تروریستانو ګواښونه د دې غږ نه شي غلې کولای.

دا اول وار و، چې ملاله یوسفزۍ د وسله والو طالبانو تر حملې وروسته نړیوالو ته وینا کوي.

ملالې یوسفزۍ وویل چې، د تیر کال حملې له تروریزم سره په مبارزه کې لا پياوړې کړې ده.

"هغوی داسې انګیرله چې موږ به په مرمیو غلي کړي؛ خو هغوی ناکام شول او له هغې یوې خاموشۍ په زرګونو نور غږونه اوچت شول."

ملالې پر نړیوالو غږ وکړ چې، کوچنیانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي او د تعلیم پراختیا یې د حل یوازنۍ لاره وبلله.

هغې پر ښځو هم غږ وکړ چې، د خپل حق ترلاسه کولو لپاره ودریږي او مبارزه وکړي:

"موږ نن پر نړیوالو رهبرانو غږ کوو چې؛ خپل ستراتیژيک پلانونه او پالیسۍ داسې بدلې کړي چې؛ د سولې او ثبات سبب شي. موږ پر رهبرانو غږ کوو چې؛ د سولې لپاره په ټولو موافقو کې باید د ښځو او ماشومانو حقونه خوندي شي. داسې موافقې د منلو وړ نه دي چې، د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي."

د ملالې یوسفزۍ دا وینا د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي بان کي مون، د بریتانیې پخواني صدراعظم ګورډن برون چې اوس په نړۍ کې د تعلیم د پراختیا لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی او د نړۍ د پينځه اتیا هیوادونو ځوانو رهبرانو واورېده.

د ملګرو ملتونو سازمان د ملالې یوسفزۍ د زیږیدو د شپاړسمې کلیزې په مناسبت د جولای دولسمه د هغې په نوم کړه.

ملاله یوسفزۍ اوس په بریتانیا کې اوسي.
XS
SM
MD
LG