د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

افغان امنیتي ځواکونو د ټولو امنیتي مسوولیتونو مشري ترلاسه کړه


له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د ټولو امنیتي مسوولیتونو مشري په رسمي ډول وسپارل شوه.

افغان امنیتي ځواکونو په داسې حال کې له بهرنیو ځواکونو څخه د امنیتي اجرااتو مشري ترلاسه کړه چې؛ لاهم په دې هېواد کې له امنیتي پلوه ډیرې ستونزې او اندیښنې شته.

په دې اړه د سې شنبې په ورځ په جوړو شوو مراسمو کې ولسمشر کرزي دا د افغانستان لپاره یوه لویه بریا وبلله او ویې ویل چې، افغان او بهرني ځواکونه د دې بریا د ترلاسه کولو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دي.

ولسمشر کرزي وویل، چې له خپلې خاورې څخه دفاع د افغانانو او امنیتی ځواکونو مسوولیت دی او ډاډ یې څرګند کړ، افغانان له خپلو امنیتي ځواکونو څخه په ټینګه ملاتړ کوي:

"افغانستان یو ځل بیا له خپلو نړیوالو ملګرو څخه غواړي له سیمه ییزو واقعیتونو او موجودو ګواښونو سره متناسب د دې هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو تجهیز ته اساسي پاملرنه وکړي.

موږ د افغانستان خلک ځان مکلف بولو چې؛ له ټولو ملي امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې خپل ځمکني او هوایي ځواکونه په بشپړ ډول په موثرو او عصري وسایلو سمبال کړو."


افغان امنیتي ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو څخه د امنیتي مسوولیتونو د لیږدولو لومړی پړاو د ۱۳۹۰ لمریز کال د سرطان په میاشت کې پیل شوی وو.

افغان چارواکو تل ټینګار کړی چې؛ افغان امنیتي ځواکونه کولای شي، د خپل هېواد امنیتي مسوولیتونه ترلاسه او په ښه ډول پرمخ بوځي.

د امنیتي مسوولیتونو د انتقال د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي هم په دې مراسموکې وویل چې؛ افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د څلورو پړاونو له سپارلو سره په افغانستان کې امنیتي وضعیت ترپخوا ډیر ښه شوی دی.

په عین حال کې د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن دا د افغانانو لپاره ویاړ وباله او ویې ویل چې، نړیواله ټولنه په تیره ناټو به له افغان امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته د اوږدې مودې لپاره دوام ورکړي:

"له ۲۰۱۵ میلادي کال وروسته یو نوی فصل پرانستل کیږي؛ موږ اړتیا لرو چې، پرمختګونه وساتو او زیات یې کړو.

ناټو تیاره ده چې، په دې برخه کې خپل رول ادا کړي، له خپلو ملګرو سره یوځای د یوه نوي ماموریت د ترسره کولو پر طرحې کار کوو چې؛ هدف یې د افغان ځواکونو روزنه، هغوی ته سلا مشوره ورکول او له هغوی څخه ملاتړ دی.

موږ له افغان امنیتي ځواکونو څخه د اوږدې مهاله ملاتړ لپاره هم له نړیوالې ټولنې سره په پراخو هڅو کې خپل رول ترسره کوو."


خو ښاغلي راسمون ټینګار وکړ چې؛ افغان چارواکي باید له فساد سره د مبارزې، ښې حکومتدارۍ د بشري حقونو د رعایتولو او د راتلونکو شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کیدو لپاره له نړیوالې ټولنې سره خپلې کړې ژمني عملي کړي.

افغان ځواکونو ته د پوځي عملیاتو د مشري له سپارلو سره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو رول د ملاتړي بڼه غوره کوي؛ خو د ناټو سرمنشي وویل، چې د اړتیا په صورت کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره په پوځي عملیاتو کې هم مرسته وکړي.

د افغان امنیتي ځواکونو شمېر دا مهال څه باندې درې نیم لکو تنو ته رسیدلی؛ خو امنیتي مسوولانو تل ویلي چې، د تجهیزاتو له درکه له ستونزو سره مخامخ دي؛ په تیره د هوایی ځواکونو په برخه کې.

راپور: نسیم شفق
XS
SM
MD
LG