د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند مشر ووژل شو


د عوامي نیشتل ګوند مشر صادق زمان خټک
د عوامي نیشتل ګوند مشر صادق زمان خټک
د عوامي نیشنل ګوند یوتن مشر صادق زمان خټک نن جمعه په کراچۍ کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو.

پر نوموړي هغه وخت برید وشو، چې د جمعې تر لمانځه اداکولو وروسته له جوماته دخپل کور پر لور روان و.

په کراچۍ کې د دې ګوند سرچینې وايي صادق زمان دلمانځه تر اداکولو وروسته له خپلو یوشمیر ملګرو او کورنۍ غړیو سره یوځای د کور پر لور روان و، چې په بلال کالونۍ سیمه کې ناڅرګندو وسله والو پرې ډزې وکړې.

پولیس وايي په دې حمله کې د هغه شپږکلن زوی هم وژل شوی او شپږتنه نور ټپيان دي، چې ځينې يې د هغه ملګري ښوول شوي.

صادق زمان خټک راتلونکیو انتخاباتو کې له کورنګي سیمې نه ولسي جرګې یا قومي اسامبلې ته د عوامي نیشنل ګوند کاندید او دکراچۍ په کچه په مهمو مشرانو کې شمار و.

د انتخاباتي سیالیو له پيل راهیسې د پښتونخوا په بیلابیلو سیمو او کراچۍ کې ددې ګوند پر مشرانو او غونډو څو وارې بمي چاودنې شوي او ګڼ خلک يې ورته وژلي.

دعوامي نشنل ګوند یوه مشر پيرریاض ګل له سیمې په تلیفون ازادۍ راډيو ته وویل، چې دغو بریدونو له سختو مشکلاتو سره مخ کړي :

( زموږ ګوندي ملګري، کاندیدان او دهغوی کمپاین چلوونکي له کوره بهر نشي وتلی، خلکو ته خپل پيغام نشو رسولی ښکاره خبره ده چې دا هرڅه به زموږ پر انتخاباتي هلوځلو بدې اغیزې کوي، خو باید ووایم چې دې هرڅه زموږ حوصلې نورې هم لوړې کړي دي)

ریاض ګل وايي ځينې پټې او ښکاره کړۍ دیوه منظم سازش له مخې سیکولر او لیبرل ګوندونه په نښه کوي او هڅه کوي، چې په راتلونکي حکومت کې يې ونډه کمزورې کړي.

هغه همداراز حکومت په بې غورۍ تورن کړ او ويې ویل چې ددوی امنیت خوندي ساتلو ته يې هیڅ پاملرنه نه ده کړې:

( په کراتو مو له حکومته غوښتي چې زموږ دملګرو امنیت ته دې جدي پاملرنه وکړي خو ټولو ته څرګنده ده چې هیڅ ډول پاملرنه يې نده کړې او پنځه سلنه اقدامات يې هم ندي کړي)

پيرریاض ګل وايي، که ددوی او ځينې نورو سیکولر ګوندونو کاندیدان او مشران همداسې په نښه کیږي نو دراتلونکیو انتخاباتو پر پایلو به منفي اغیزې وکړي، چې په خبره یې زیان به يې یواځې دوی ته نه بلکې ټول پاکستان ته ورسیږي.

د انتخاباتي سیاليو له پیل سره سم وسله والو طالبانو د عوامي نیشنل ګوند، متحده قومي غورځنګ یا ام کیو ام او پيپلز ګوند پر مشرانو او غونډو دبریدونو خبرداری ورکړ او ويې ویل چې دغه ډلې به په کراره پرینږدي.

وسله والو طالبانو دصادق زمان دقتل په ګډون په کراچۍ او پښتونخوا کې پر دې ګوندونو نژدې د ټولو بریدونو او چاودنو مسوولیت منلی.

دعوامي نیشنل ګوند په ګډون دځينې سیکولر ګوندونو پر مشرانو حملو په داسې حال کې زور اخیستی چې ټاکل شوې دروانې میلادي میاشتې پر یوولسمه په دې هیواد کې پارلماني و د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

ددې بریدونو له امله دپيپلزګوند، عوامي نیشنل او M,Q,M انتخاباتي کمپاین په ټپه ولاړ دی خو نوازشریف، عمران خان، مولانا فضل الرحمان، جماعت اسلامي او ځينې نورې هغه ډلې چې دطالبانو خواخوږي بلل کیږي په بیغمه زړه غونډې کوي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG