د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د ولایت ویاند احمدضیا عبدالزی وايي، چې تېر ماښام ناوخته پاکستاني ځواکونو پر ګوشتې ولسوالۍ انداختونه پیل کړل، چې وروسته افغان امنيتي ځواکونو ځوابیه ډزې وکړې او د دواړو ترمنځ نښته پیل شوه.
د عبدالزي په خبره دغې نښتې د شپې تر درې بجو پورې دوام وکړ، خو نوموړی وايي، چې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري، ولې د نښتې په پيل کې افغان ځواکونو پرمختګ کړی و او جوړ شوي تاسیسات او دروازه يي ړنګه کړې ده:
«تېر ماښام ناوخته پاکستاني ځواکونو په ګوشتې ولسوالۍ انداختونه پيل کړل وروسته بیا زموږ افغان ځواکونو ځوابیه ډزې وکړې نښته پيل شوه، چې په پایله کې د پاکستان له خوا جوړ شوي تاسیسات او دروازه يي ړنګه کړې ده.»
بل خوا په ختیځ کې د سرحدي پولیسو د مطبوعاتي دفتر یوه مسول ادریس مومند ازدۍ راډیو ته وویل، چې افغان سرحدي پولیسو وکولای شول، چې هغه نوي جوړ شوي تاسیسات، پینځه امنيتي پوستې او دروازه په خپله ولکه کې راولي او ړنګې کړي.
خو نوموړی وايي، چې اوس د دوی ځواکونه خپلو سنګرونو ته راستانه شوي او وضعیت ارامه دی.
د مومند په خبره په دې نښته کې د افغان سرحدي ځواکونو یو سرتیری وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دي او دارنګه مقابل لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده:
«په دغه نښته لومړی زموږ ځواکونو پرمختګ وکړ، هغه تاسیسات او دروازه يي ورانه کړه او د هغوي پینځې امنيتي پوستې يي هم ونیولې اوس سیمه په بشپړه توګه د افغان امنیتي ځواکونو تر واک لاندې ده او په دې کې دواړو لور ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د هغوي د مرګ ژوبلې کره شمېره معلومه نه ده ولې زموږ یو تن سرتیری په شهادت رسیدلی او درې ټپيان دي.»
د تېرې شپې په نښته کې وژل شوی سرتیری د ننګرهار مرکزي روغتون ته راوړل شوی او له سهار راهیسې په سلګونو خلک ورروان دي او د هغه د وطن دوستی ستاینې کوي:
«هغه سرتیری، چې د تېرې شپې په نښته کې وژل شوی و، د ننګرهار صحت عامه ته راوړل شوی او د بیلابیلو فرهنګي او مدني ټولنو څخه په ګڼ شمېر خلک يي د جنازې مراسمو ته راروان دي ».
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې هغه مهال لا سره خړې شوې، چې پاکستاني ملیشو د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې داخل دروازه او تاسیسات جوړ کړل.
له دې وړاندې هم داسې رپوټونه خپاره شوي وو، چې پاکستاني ځواکونو له هغه وخته، کله چې تاسیسات او دروازه جوړه کړه په زیاته اندازه وسلې دې سیمې ته رانتقال کړې، چې د ځينو کتوونکو په باور دا کار د پاکستاني چارواکو ل خوا د جګړې لپاره د تیاري مانا ورکوي.
شاه محمود شینواری ـ جلال اباد