د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

چک په افغانستان کې له پانګونې سره لېوالتيا وښوده


چک جمهوريت دېته لېوالتيا ښوولې چې په افغانستان کې د ترانسپورټ، کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي او ځينو افغان محصلينو ته تحصيلي بورسونه ورکړي.

افغان ولسمشر او د چک جمهوريت صدراعظم پيټر نيچس پر دې او ځينو نورو سياسي مسايلو خبرې وکړې.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي ازادۍ راډيو ته وويل چې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د شنبې د ورځې په کتنه کې د چک صدراعظم پيټر نيچس لېوالتيا وښوده چې هېواد به يې په افغانستان کې پانګونه کوي او ځينو افغان ځوانانو ته به تحصيلي بورسونه ورکوي.

د پانګونې د څومره والي په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

افغان ولسمشر د چک له صدراعظم څخه غوښتنه کړې، چې د طب اوانجنيرۍ په څانګو کې دې افغان ځوانانو ته تحصيلي بورسونه ورکړي، چې لګښت به يې افغان دولت ورکوي. چک جمهوريت اوس هم هر کال ځينې افغان محصلينو ته تحصيلي بورسونه ورکوي.

پيټر نيچس په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې هېواد به يې په افغانستان کې د ټرانسپورټ، کانونونو او نورو برخو کې پانګونه کوي.

دا افغانستان ته د چک د صدراعظم لومړى سفر و، چک جمهوريت د ناټو په چوکاټ کې تر ٤٠٠ زيات سرتېري افغانستان ته لېږلي چې اکثره يې په لوګر کې دېره دي.

دغه هېواد د تېر لمريز کال په وروستيو کې اعلان کړه، چې له لوګر څخه يې د ولايتي بيارغونې وروستۍ ډله هم وايستله.

چک جمهوریت د ۲۰۰۸ کال په مارچ میاشت کې لوګر ولایت ته د ولایتي بیارغونې ټیم استولی و.
XS
SM
MD
LG