د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

د اتو سترو صنعتي هېوادونو مشرانو د شمالي کوريا اټومي فعاليت وغانده


د جنوبي کوريا يوه پوځي ساحه
د جنوبي کوريا يوه پوځي ساحه
د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیوچارووزیرانو پرون د شمالي کوریا اټومي فعالیتونه په کلکه وغندل.

د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو یا د G8 ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ په لندن کې په خپله غونډه کې د شمالي کوریا اټومي فعالیتونه په کلکه وغندل.

د اتو سترو صنعتي هېوادونو د غونډې له خوا په خپاره شوي بیان کې همداراز پر پیونګ یانګ غږ شوی چې د پاروونکو اقداماتو له دوام څخه ډډه وکړي او خبرداری یې ورکړ چې په راتلونکي کې د راکټي ازموینو په صورت کې به له سختو اقداماتو سره مخامخ شي.

د برتانیا د بهرنیوچارووزیر ویلیم هېګ له غونډې وروسته په یوه مطبوعاتي غونډه کې وویل:

”که شمالي کوریا بله راکټي یا اټومي ازموینه وکړي، موږ پرېکړه کړې چې نور د پام وړ اقدامات وکړو. موږ د خپلې اعلامیې په سند کې په ډاګه کوو چې د G8 غړي وزیران به د دې ملاتړ کوي چې د اوسنیو بندیزونو نظام باید پراخ او د شمالي کوریا په وړاندې د پام وړ اقدامات وشي.

موږ د شمالي کوریا اوسنۍ ترخې لفظي حملې هم غندو او تاییدوو چې له دې سره به شمالي کوریا نوره منزوي شي“

له دې مخکې د جنوبي کوریا استخباراتو ویلي و، چې شمالي کوریا ښايي له خپلو ختیځو سواحلو څخه په نژدې راتلونکي کې د منځني واټن ویشتونکو دوو میزایلونو د توغولو لپاره تیاري نیولې وي.

دجنوبي کوریا ددفاع وزارت ویاند کېم مېن سیوک Kim Min Seok پرون وویل، هېواد یې د شمالي کوریا هرراز میزایل شنډولای شي:

”که چېرته د شمالي کوریا توغندي د پاتریوت میزایل د ډز په ساحه کې وتوغول شي، موږ یې ویشتلای او نسکورولای شو“

په تېره فبروري میاشت کې دشمالي کوریا له دریمې اټومي ازموینې وروسته چې پر دې هېواد د ملګروملتونو بندیزونه نور هم سخت شول پیوناګ یانګ په واروار جنوبي کوریا او امریکا ته ګواښونه کړي. په همدې حال کې ټاکل شوې چې د اپرېل په پنځلسمه نېټه د شمالي کوریا د موسس او د اوسني واکمن کېم جونګ اون د نیکه کیم ایل سونګ د زېږېدو کلیزه په دې هېواد کې ونمانځل شي.
XS
SM
MD
LG