د هغوراپورونو له خپریدو وروسته چې وایی د ګوانتینامو په زندان کې ډیرو بندیانو د نه خوړلو اعتصاب کړی، د ګوانتینامو په ټاپوکې د امریکا ترولکې لاندې دې زندان ته بیا پام اوښتی دی.
په دی زندان کې له یمن وروسته ډیری بندیان افغانان دي. په دې اړه له واشنګټنه د ازادی راډیو خبریاله هیدرماهرراپورلري چې لنډیز يې دلته لولئ
څه شی د دې سبب شول چې په ګوانتینامو کې زندان کې بندیان د نه خوړلو اعتصاب وکړي او دا اعتصاب کله پیل شوی؟
د فبرورۍ د میاشتې په سرکې چې د دې پوځي اډې قومندان د ۲۰۰۶ کال پالیسۍ ته مخه کړه او په زندان کې د قاچاقی شیانو په مقصد یې د قران لټون پیل کړ، څو تنو بندیانو د اعتراض په توګه له ډوډۍ خوړلو ډډه وکړه او دغه عمل یې سپکاوی وباله. له هغه وروسته په څواونیو کې نوربندیان هم له دوی سره یوځای شول.
ډیویډ رییمس چې په واشنګټن کې وکیل دی او په ګوانتینامو کې د ۱۵ زندانیانو وکالت مخ ته وړي، وایي، په روان اعتصاب کې د ده لږترلږه شپږو موکلینو برخه اخیستې ده. رییمس چې څو اونۍ مخکې دې زندان ته ورغلی او د مارچ په ۲۹ یې له خپلو دوموکلینو سره په ټیلفون خبرې کړي، ازادی راډیو ته وویل:
”دوی راته وویل چې تراوسه پورې د ډیرو کسانو د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب دوام لري. د دوی او د نورو بندیانو په وینا د د زندان شپږم کمپ چې پکې زیات بندیان ساتل کیږي، تقریبا هریوه بندی یې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب کړی او دوی تربل هروخت ټینګه اراده کړې چې دې کارته ترهغو پورې دوام ورکړي ترڅوچې اهداف یې ترلاسه شوي نه وي حتی که له لوږې مړه هم شي”
د رییمس په باورکه د قران لټون ختم شي، ښایي یوشمیربندیان خپل دغه اعتصاب پای ته ورسوي خو نه ټول.
څوک تراوسه پورې په دې زندان کې ساتل کیږي؟
تراوسه پورې ۱۶۶ بندیان د زندان د میلو ترشاه ساتل کیږي چې پکې ترټولوزیات یې د یمن افغانستان او سعودي عربستان دي.
د یمن ۸۹، د افغانستان ۱۹ او د سعودي عربستان هم ۱۲ بندیان دي.
د ټولو ۱۶۶ بندیانو۸۶ ته یې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما ادارې برات ورکړی اودې ته منتظردي چې خپلو هیوادونو یا یوه دریم هیواد ته وسپارل شي.
۴۶ نورهغه بندیان دي چې معلومه نده څومره وخت به بندیان وي ځکه د ترلاسه شویوشواهدواسنادو له مخې دوی خطرناکه بندیان ګڼل کیږي اود امریکا قانون اجازه نه ورکوي چې هغوی خوشې کړي.
د یوشمیرنور بندیانو محاکمه روانه ده.
امریکایی چارواکو د دغه اعتصاب په وړاندې څه ډول عکس العمل څرګند کړی؟
سپنه ماڼۍ وایي، وضعیت له نژدې څاري.
د پنتاګون د ویاند ډګروال تود بریزل په وینا یولسو بندیانو ته د ګوانتینامو د چارواکو له خوا په زوره ډوډۍ ورکول کیږي اودا ځکه چې د مقرراتو له مخې باید پرینښودل شي چې بندیان ځان ته زیان ورسوي. بریزل وویل، موږ د دوی وضعیت هره ورځ له نژدې څارو او د اړتیا په صورت کې د بندیانو لپاره د امریکا د زندانونو د اصولو له مخې کولای شو دوی ته له طبي لارې غذایي مواد ورکړو.
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمیسیون د ګوانتینامو په زندان کې بندیانو ته په زوره ډوډۍ ورکول د شکنجې یوه بڼه بللې اود ډاکټرانو نړیواله ټولنه ډاکټران له دې منع کوي چې په زوره د ډوډۍ ورکولو په پروسه کې ونډه واخلي.
خو پوځ وایي، په زوره ډوډۍ ورکول د خلکو ژوند ژغوري او هغه د روغتیایي خدمتونو یوه برخه ده.
ولې تراوسه د ګوانتینامو زندان پرانیستی دی؟
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما د جمهورریس په توګه د خپلې لومړنۍ دورې په لومړیو ورځو کې امرصادرکړچې د یوه کال په موده کې دې دغه زندان وتړل شي. خو دهغه پلان هله له خنډ سره مخامخ شوچې یوه پوځي قاضي د عدلی د وزارت د هغې هڅې مخه ونیوله چې غوښتل یې بندیان په ملکي محکمه کې محاکمه کړي.
وروسته د امریکا سناجرګې د بندیانو د انتقالولو یا خوشې کولو لپاره د خلکو له پیسوکاراخیستل بندکړل او دوه کاله وروسته هم کله چې اوباما امرورکړچې د ګوانتینامو بندیان دې د امریکا هغه زندان ته ولیږدول شي چې امنیت یې ډیرټینګ دی، کانګرس د دې کارمخه ونیوله.
د سپینې ماڼۍ ویاند یوه اونۍ وړاندې وویل چې اوباما د ګوانتینامو د زندان د تړلو لپاره په خپلې ژمنې ولاړدی.