د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

د غزني په ناامنيو کې پنځلس طالبان وژل شوي


نښته نن سهار د غزني ښار اړوند په اسفنده سيمه کې د طالب وسله والو او ملي پوليسو تر منځ شوې ده؛ چې وروسته بهرنيو سرتېرو هم سيمې ته الوتکې ور وستې او د جګړې ميدان يې په بمونو ويشتی دی.

چارواکي وايي، په نښته او بمباري کې د يو عام وګړي په ګډون پنځلس تنه طالبان وژل شوي او نهه عام وګړي ژوبل دي. خو وسله وال طالبان بيا د مړو شويو کسانو شمېر شل ښيي او وايي، چې دوولس تنه په کې عام وګړي دي.

د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون وايي، چې په نښته کې پوليسو ته کوم ځاني نه دی وراوښتی، خو تر نښته وروسته په بمبار کې يو تن عام سړی وژل شوی او نهه نور ژوبل دي.

دوی وايي، په وژل شويو طالبانو کې د زابل د طالبانو يو قومندان هم شامل دی.

"په دې پېښه کې څوارلس تنه مسلح نفر مړه شوي دی، يو عام وګړی وژل شوی او اووه عام وګړي ټپيان شوي دي، په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت ښه نه وو، هغه مو پي ار ټي ته وړي، په ټپيانو کې دوه ښځې او يو ماشوم شامل دي، خو اوس مالومه شوه؛ چې د پېښې په ځای څخه دوه نور ټپيان هم روغتون ته رسول شوي دي.

په وژلو شويو طالبانو کې يو د زابل مراد کوچی دی، يو اوبېس احمد او يو شېر اغا چې په نجم الهدا مشهور هم شامل دي."

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت بيا وايي؛ چې د پېښې له ځای څخه دوی ته اوو ه تنه ټپيان ور وړل شوي؛ چې د دوو تنو روغتيايي حالت په کې نازک او د پاتې نورو يې د ډاډ وړ دی.

"موږ ته يې تر اوسه پورې اووه تنه ټپيان راوړي، چې ټول عام وګړي دي، يو په کې هلک دی، يو ښځه ده او نور سړي دي."

وسله وال طالبان، په بريد کې د وژلو شويو کسانو زياته برخه عام خلک بولي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي، وايي، چې ملګرو يې لومړی پر ملي پوليسو بريد کړی دی، او وروسته د بهرنيو سرتېرو الوتکې هم د پېښې ځای ته رسېدلې او بمباري يې کړې ده.

مجاهد وايي، په بمباري کې دوولس تنه عام وګړي وژل شوي او څوارلس نور ژوبل دي.

دی په بريد کې د خپلو اتو تنو طالبان وژل کېدل او د پنځو نورو ټپي کېدل هم مني.

راپور: سيدشاه سقيم
XS
SM
MD
LG