د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۴۴

جنوبي کوریا د حرفوي زده کړو د مرکزونو په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي


په افغانستان کې د جنوبي کوریا سفیر وایي چې په راتلونکې کې به افغان ځوانانو ته په بیلابیلو برخو کې د حرفوي زده کړو نور مرکزونه پرانیزي.

په افغانستان کې د جنوبي کوریا سفیر او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت هیله څرګندوي چې؛ ځوانان به په حرفوي برخه کې له زده کړې وروسته د خپلې کورنی د اقتصاد په ښه کولو کې مهم رول ولوبوي.

په افغانستان کې د جنوبي کوریا سفیر "آن سیونګ" وویل؛ هیواد یې په پام کې لري چې، په افغانستان د حرفوي زده کړو نوي مرکزونه پرانیزي؛ خو دا یې ونه ویل چې، دا مرکزونه کله او چیرته جوړیږي.

هغه چې د یکشنبې په ورځ یې د افغان کوریا له ښوونیز مرکز نه د درې سوه او پنځه نوي تنه فارغینو د سندونو ورکولو په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې؛ په راتلونکې کې به هم د حرفوي زده کړو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

"درنو زده کوونکو تاسو ځم ځای ته راغلي یاست؛ تاسو ډير وخت لرئ، څو زده کړه وکړئ او تاسو هڅوم څو له دې فرصت نه په سمه توګه ګټه واخلئ؛ کلکه او صادقانه پریکړه وکړئ او خپلو زده کړو ته دوام ورکړئ.

تاسو د خپلو خلکو او هیواد راتلونکې او هیله یاست او زه هیله مند یم چې تر راتلونکې ډسمبر میاشتې تاسو خپلې زده کړې په بریالۍ توګه ترسره کړئ."


په دې غونډه کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزیرې آمنې افضلي هم ګډون کړی و، له کوریا څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د حرفوي زده کړو مرکزونه ډیر کړي؛ څو ډیرو ځوانانو ته په کې د زده کړې او کار زمینه مساعده شي.

د افغان کوریا مرکز ته سږکال یو ځل بیا په ازموینه کې د دوه نیم زره کسانو له ډلې اوه سوه او پنځوس تنه ځوانان چې سل تنه یې نجونې دي بریالي شوي او دا مهال په بیلابیلو برخو کې په زده کړه بوخت دي.

دوی چې په دې مرکز کې له زده کړې خوشاله ښکاریدل آزادۍ راډیو سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې؛ له دې ځای نه له فارغېدو وروسته به د کار و روزګار خاوندان شي.

د افغان کوریا مرکز چې په ۲۰۰۵م کال کې په افغانستان کې جوړ شوی؛ تر اوسه درې زره کسان ترې فارغ شوي.

دغو زده کوونکو ته د بریښنا، ساختماني، نل دواني، ولډنګ کاري، موټر جوړولو، کالیو ګنډلو او انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې په برخه کې ښوونه ورکول کیږي.

کتوونکي وايي، چې د حرفوي زده کړو مرکزونه په افغانستان کې د بې کارۍ د ستونزې له هواري سره مرسته کولای شو؛ خو تینګار کوي، چې د دغو مرکزونو شمیر باید زیات شي او هیواد په لرو پرتو سیمو کې هم پرانستل شي.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG