د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۲۳

د ۱۳۹۱ کال د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته کتنه


ایسا یا په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ اداره وایي، چې په ۱۳۹۱ لمریز کال په دې هېواد کې پانګه اچوونه شپږویشت فیصده زیاته شوې ده.

د دې ادارې چارواکي وایي، د حکومت له خوا د پانګه والو ملاتړ او دوي ته د ښې کاري زمینې برابرول هغه عمده عوامل دي چې د پانګونې د زیاتیدو لامل شوي دي.

د مالیې وزارت هم په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د اقتصادي پرمختګ خبره کوي، خو اقتصادي کارپوهان له دې څرګندونو سره موافق نه دي.

که څه هم په۱۳۹۱ لمریز کال کې بهرنیو هېوادونو ته د پانګې د انتقال او د پانګه والو د امنیتي ستونزو راپورونه ورکړل شول، خو ایسا وایي چې په دې کال کې په افغانستان کې پانګونه زیاته شوې ده.

د ایسا یا په افغانستان کې له پانګې اچوونې څخه د ملاتړ د ادارې ویاند روح الله عشرت احمدزي وایي، چې په ۱۳۹۱ کال کې افغان او بهرنیو پانګه والو په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې شپږسوه میلیونه ډالره پانګونه کړې.

احمدزي چې د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل، پانګه والو ته د ښې زمینې برابرول او د حکومت له خوا د دوي ملاتړ د دې سبب شوی چې په دې کال کې شپږویشت فیصده پانګونه زیاته شي:

"۱۳۹۱ لمریزکال کې تقریبا شپږ ویشت فیصده سرمایه ګزاري زیاته شوې ده، دا سرمایه ګزاري په بيلابيلو برخو کې وه چې کانونو، زراعت، صنعت او عامه خدمات په کې شامل وو.

په مجموعي توګه په دې کال کې ۵۵۳ میلیونه ډالره پانګونه شوې."


احمدزي زیاته کړه، چې په ۱۳۹۱ کال کې هیڅ یوه افغاني پانګه وال خپله پانګه بهرته نه ده وړې او دوي هڅه کړې چې د پانګه والو پام د هېواد دننه پانګونې ته راواړوي.

د ایسا اداره وایي، په همدې کال کې دوي تر ډیره د سوداګرو او پانګه والو د ځمکې، بریښنا او صنعتي پارکونو ستونزې هوارې کړي او په دې برخه کې هڅو ته لا دوام ورکوي.

د افغانستان د مالیې وزارت هم په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د اقتصادي پرمختګ خبره کوي او وایي، چې په دې کال کې د هېواد عواید د تیر کال په پرتله یوولس نیم فیصده زیات شوي دي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله توحیدي وایي، که څه هم په دې کال کې ګاونډیو هېوادونو د افغانستان د ترانزیت او سوداګرۍ په وړاندې کله نا کله خنډونه جوړول خوبیا هم اقتصادي هڅې ښې پرمخ تللي.

توحیدي ازادي راډیو ته وویل، چې په ۱۳۹۱ کال کې افغان حکومت د مالیو او ګمرکونو له لارې نږدې ۱۱۳ میلیارده افغانۍ ترلاسه کړي دي:

"د ۱۳۹۱ کال په دولسو میاشتو کې شااوخوا ۱۱۳ میلیارده ډالر راټول شوي دي چې دا ټول ګمرکي، مالیاتي او غیر مالیاتي عواید دي.

په مجموع کې شپږاعشاریه څلور میلیارډه ډالرترلاسه شوي، اقتصادي رشد ډیر ښه وو او له اټکل نه تقریبآ درې فیصده جګ وو.

اقتصادي رشد د یولس نیم فیصده په حدودو کې وو."


په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د افغانستان د اقتصادي وضیعت په اړه بېلابېل کانفرانسونه جوړ شول، چې د توکیو کانفرانس په کې ترټولو مهم وو.

د توکیو کانفرانس د ۱۳۹۱ لمریز کال د چنګاښ په اتلسمه نیټه په جاپان کې جوړ شو او له افغانستان سره د پنځو کلونو لپاره کابو شپاړس میلیارده ډالر مرسته اعلان شوه.

خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان له دې خبرو سره موافق نه دي چې په دې کال کې اقتصادي پرمختګ شوی او د پانګونې کچه زیاته شوې ده.

د کابل پوهنتون د اقتصاد استاد سیف الدین سیحون وایي، چې افغانستان دا مهال شااوخوا پنځه نوي فیصده واردات او پنځه فیصده صادرات لري نو څنګه کولای شي چې د اقتصادي پرمختګ خبره وکړي.

استاد سیحون ازادي راډیو ته وویل، چې په ۱۳۹۱ کال کې د بهرنیو مرستو اندازه هم کمه وه او د افغانستان پراختیایي بودجه هم ډیره کمه مصرف شوه:

"په ۱۳۹۱ کال کې د ۱۳۹۰ کال په پرتله اقتصادي وده ښه نه وه، موږ چې د اقتصادي ودې لپاره بودیجه راکمه کړې نو څنګه بیا ددې ادعا کوو، چې اقتصادي پرمختګ شوی.

یو هېواد چې یوازې ۳۰ فیصده پراختیایي بودیجه لګولې څنګه د اقتصادي ودې خبره کوي، دا ادعاوې ټولې له حقیقته لرې او د خندا وړ دي."


بل لورته عام خلک هم اقتصادي ودې او د پانګونې زیاتیدو ته د شک په سترګه ګوري.

د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وایي، که چیرې ريښتیا هم اقتصاد او سرمایه ګزارۍ پرمختګ کړی وي، نو ولې ورځ تربلې د بې کارۍ سطح او د خوراکي او غیر خوراکي موادو بیې لوړیږي:

"۱ - زما نوم محسن مختار دی، د افغانستان اقتصادي سیاست یوه مشخصه ستراتيژي نه لري، همدا اوس ډیر خلک بې کاره دي، په میلیاردو ډالره مصرفیږي خو بیاهم خلکو ته کار نه پیدا کیږي.

همدا اوس د پسه یوه کیلو غوښه په څو ده، یومن اوړه، یوچارک لوبیا په څو روپۍ دي، که ووایي ولې، وایي چې ډالر جګ شوی.

۲ - زه عمراحمدزی، دا نه وایم چې پيشرفت نه دی شوی، شوی خو په سلو کې یو فیصد، دا داسې ملک دی چې میوې اوسبزۍ ته یې هرسړی ضرورت لري، کچالو او پياز یې وګوره چې هندوستان پورې ځي، هغومره نظر چې مونږ کاوه، اقتصاد هغومره پرمخ نه دی تللی."


حکومت له دې وړاندې هم په وار وار د اقتصادي پرمختګ خبرې کړې، خو کتوونکي وایي، چې تراوسه د دولت په سطح بنسټیزو کارونو ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

دوی وایي، د بهرنیو مرستو زیاته برخه شخصي جیبونو ته ځي او ډیر عام خلک هم د بې کارۍ له وجې بهرنیو هیوادونو ته ځي او اقتصاد یې په ډیره ټیټه سطح کې دی.

اسدالله "لودین"
XS
SM
MD
LG