د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۲۳

کرزى غواړي ثابته کړي چې د امريکا لاسپوڅى نه دى


په داسې حال کې چې ولسمشر حامد کرزى بل کال له واک څخه پر ليرې کېدو غور کوي، داسې ښکاري چې په وروستيو کې يې لفظي تېريو ته مخه کړې او په دې توګه خپلو خلکو ته ډاډ ورکوي چې دى د امريکا ملاتړى نه دى.

د روانې اوونۍ په وروستيو لفظي تېريو کې ولسمشر کرزي امريکا تورنه کړه چې له طالبانو سره يې لاس يو کړى تر څو په افغانستان کې د يولکو بهرنيو سرتېرو حضور ته توجېه ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس په حواله، ولسمشر کرزى په ناڅاپه ډول د غوسه کېدو سابقه لري او مخالفان يې وايي دا خپله يو ثبوت دى چې ولسمشر کرزى بې ثباته دى او باوري کس نه دى، داسې څرګندونې کوي، چې لږ مفهوم لري او جدي ستونزې ولاړوي.

خو نور کسان وايي چې د ولسمشر کرزي دغه الفاظ په غور سره انتخاب شوي او په مستقيم ډول د افغانستان بېسوادو يا هم کم تعليمه ځوانانو ته مخاطب دى.

بريتانوي تاريخ ليکونکي ويليم دالرېمپل چې تېره اوونۍ يې په کابل کې له ولسمشر سره د نوي دقيقو لپاره کتلي وايي، ولسمشر کرزي د نورو مسايلو تر څنګ د بريتانيا د لاسپوڅي شاه شجاع پر برخليک هم ورسره خبرې وکړې، چې د بريتانيا استعمار ګرو په ١٨٣٩م کال کې له واک څخه ليرې کړ او وروسته ووژل شو.

ښاغلي دالرېمپل وويل: د ده [ولسمشر کرزي] نظر دا و چې امريکا له ده سره هغه چلند کوي، چې بريتانيا له شاه شجاع سره کړى و، له هغه سره د يوه لاسپوڅي په توګه چلند کېده او دوى د خپلو ګټو لپاره وکاراوه.

٥٥ کلن کرزى چې د لوېديځ ملاتړ ورسره و، وروسته تر هغه چې د امريکا په مشرۍ بهرنيو ځواکونو پر افغانستان بريد او طالبان يې له سياسي صحنې ليرې کړل، د افغانستان ولسمشر شو.

د فرانسې خبري اژانس ليکي، د امريکا او افغانستان اړيکې وروسته تر هغه کړکېچنې شوې چې وسلوالو طالبانو سولې ته مخه کړه، د امريکايي پوځيانو تلفات کم او افغان حکومت په اداري فساد تورن شو.

په کابل کې د ويسا ورځپاڼې چلوونکي او سياسي کارپوه زبير شفيقي ازادۍ راډيو ته وويل چې ولسمشر کرزى په خپلو وروستيو څرګندونو سره غواړي ثابته کړي، چې دى په تېرو کلونو کې د ستونزې اصلي اړخ نه و.

په وروستيو کې ولسمشر کرزي د امريکا خاصو ځواکونو ته امر وکړ، چې له ميدان وردګ ولايت څخه ووځي، د ځورونې تر ناثابته شويو ادعاوو وروسته يې د افغانستان له يوه پوهنتون څخه نړيوال پوځيان منع کړل دغه راز يې له افغان ځواکونو وغوښتل چې له امريکا څخه دې د هوايي ځواک د ملاتړ غوښتنه نه کوي.

د سياسي چارو يوه کارپوه وحيد مژده د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، دا د ولسمشر کرزي له خوا نااميدانه هڅې دي، چې کوښښ کوي دتاريخ په وړاندې ځان سپين ثابت کړي.

اژانس ليکي، پر واشنګټن د کرزي لفظي بريدونه د ائتلافي ځواکونو په عملياتو کې د ولسي مرګ ژوبلې له کبله د ولسي خلکو ولاړه شوې غوسه نوره هم زياتوي.

د امريکا سياسي او پوځي چارواکي د کرزي د وروستيو تورونو له کبله چې ويلي يې دي، امريکا او طالبانو لاسونه يو کړي حيران شوي، په امريکا کې د کانګرس غړو ويلي، کرزى به ډېر تاوان وکړي.
XS
SM
MD
LG