د نوي هجري شمسي کال په راتلو سره یو شمېر کابل ښاریان له حکومته غواړي چې کورنیو په خاصه توګه ښځو ته میله ځایونو او تفریح ځایونو ته د تګ زمینه مساعده کړي.
د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وایي، سره له دې چې په دې وروستیو کې یو شمېر پارکونه او میله ځایونه جوړ شوي خو لا هم ښځې نشي کولای په ډاډه زړه ورشي.
دوی وایي، ډیر کله په پارکونو او میله ځایونو کې ځینې نارینه یا د نشه یي توکو په څکولو او یا هم د دوی په اند په نورو نامناسبو کارونو بوخت وي چې د هغوي په شتون کې ښځې نشي کولای هلته ولاړې شي.
په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر ښځینه اوسیدونکي وایي، ډیر کله یې په کور کې زړه تنګ وي خو کله چې پارک ته لاړې شي ځینې کسان مزاحمت ورته کوي نو ځکه مجبوریږي چې بیرته خپلو کورونو ته ولاړې شي.
دغه خلک په داسې حال کې په پارکونو کې د امنیت د نه شتون له امله شکایت کوي چې په نوره نړی کې خلک پارکونو او میله ځایونو ته یواځې د پام بدلولو لپاره ځي خو په افغانستان کې ډیر کله دا ډول ځایونه د کورنیو لپاره د فساد منبع بلل کیږي.
کابل ښاروالې وایي لا هم یو شمیر افغانان پارک او نورو میله ځایونو ته د تګ په فرهنګ نه پوهیږي، خو د دوی په خبره پارکونه او میله ځایونه یواځې د خلکو د پام بدلولو لپاره یو امن ځای وي.
کابل ښاروالې وایي تر دې مهاله یې په کابل ښار کې شل پارکونه او میله ځایونه د کورنیو د پام بدلولو او هوساینې لپاره جوړ کړي دي.
کابل ښاروال محمد یونس نو اندیش وایي په پام کې لري چې په راتلونکې کال کې شل نور پارکونه او میله ځایونه هم د کورنیو لپاره جوړ کړي:
"سږکال مو یو ویشت پارکونه جوړ کړل چې ټول یې کورنیو ته د تفریح او میلې زمینه مساعدوي.
د بګراميو او بي بي مهرو تپې پارکونه ډیر لوی او د خلکو لپاره ډیر ښه ځایونه دي، همدا راز د باغ بابر د بیارغاونې کار هم بشپړ شوی او ډیر ښه میله ځای دی.
هر پارک مو چې جوړ کړی هڅه مو کړې د سپورت لپاره میدانونه، عصري ښځینه او نارینه تشنابونه، د والیبال، بسکتبال میدانونه، کانتین او د پارکونو لپاره د څارنې دفتر پکې جوړ کړو.
راتلونکې کال ته مو هم د شلو پارکونو طرح جوړه کړې چې انشاالله د جوړولو کار به یې ډير ژر پیل شي."
سره له دې چې کابل ښاروالی تل وایي په ښار کې د میله ځایونو او پارکونو په جوړولو سره غواړي د کورنیو د هوساینې او پام بدلولو لپاره ډیر کارونه وکړي.
خو لا هم د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي په خاصه توګه ښځې شکایت کوي چې د دوی لپاره داسې یو امن ځای نشته چې دوی ورشي او ځانونه پکې امن احساس کړي.
دا مهال په کابل ښار کې یواځې ښځینه باغ د ښځو لپاره جوړ شوی، خو داسې شکایتونه هم شته چې دغه باغ ته هم ښځې هره ورځ نشي ورتلې بلکې یواځې د جمعې په ورځ د ورتلو اجازه ورکول کیږي.
جمیله ظریف