د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

"په افغانستان کې د ۱۳۶۰۰امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو پلوي یم"


د امریکا د استازو د مجلس د پوځي خدمتونو د کمیټې مشر وايي، په افغانستان کې د امریکا پوځي قومندانان او په دې هېواد کې د امریکا سفیر د دې پلویان دي چې په ۲۰۱۴ م کال کې د محاربوي سرتیرو له وتلو وروسته دیارلس زره شپږ سوه امریکايي سرتیري په دې هېواد کې پاتې شي.

نوموړې د چارشنبې په ورځ دا څرګندونې افغانستان ته له یو سفر وروسته کړي دي.

جمهوري غوښتونکي استازي هوارډ بي مکیون افغانستان ته د خپل درېیم سفر له پای ته رسولو یوه ورځ وروسته خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته د دیارلس زره شپږ سوه امریکايي سرتیرو پاتې کیدل به چې د اتیلافي ځواکونو شپږ زره سرتیري به هم ورسره وي یو داسې انتخاب وي چې له ځان سره به کم خطر ولري.

د کانګرس د پوځي خدمتونو کې د کمیټې مشر مکیون همدا راز وویل، چې په افغانستان کې یې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال جوزیف ډانفورډ سره وکتل او نوموړې هم په کابل کې د امریکا د سفیر جیمز کینګهم په څیر په دې شمېر د امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو پلوي دی.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو د شمېر پر سر له سیاسي او پوځي فشارونو سره مخ دی.

تمه ده، چې ولسمشر اوباما به په راتلونکې اونیو کې د ۲۰۱۴ م کال له ډیسمبر میاشتې وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکیو امریکايي سرتیرو شمېر اعلان کړي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په افغانستان کې دوه زره امریکايي سرتیري وژل شوي، تر اتلس زرو زیات ټپیان شوې او د امریکا په میلیاردونو ډالر په دې هېواد کې لګیدلې دي.

د دې اژانس د راپور په وینا، په افغانستان کې د شپږ زرو ایتلافي سرتیرو سربیره د دیارلس زرو شپږ سوو امریکايي سرتیرو پاتې کیدل، تر هغه شمېر زیات دي چې تیره میاشت پرې په بروکسل کې امریکايي او ناټو چارواکو بحث کړی و.

په راپور کې د یو چارواکي له خولې ویل شوي دي، چې په بروکسل کې د اته زرو څخه تر دولس زرو پورې د سرتیرو په پاتې کیدو خبرې شوې وي.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر لیون پنیتا ویلي دي، چې په دې اندازه د سرتیرو په پاتې کیدو خبرې شوې وې خو وروستۍ پریکړه یې په اړه نه وه شوې.

له دې را وروسته پوځي چارواکو په ډاګه کړې وه، چې دوي په افغانستان کې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په ښه شمېر پوځي حضور غوره بولي او مخکې له دې چې په دې اړه ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړي دوی په کم شمیر د سرتیرو د پاتې کیدو خلاف څرګندونې کړې وې.

تیره اونۍ د امریکا د پوځې د مرکزي قومندې مشر جنرال جیمز ماټيیز ویلي وو دا په شخصي توګه په افغانستان کې د دیارلس زره شپږ سوو امریکايي سرتیرو د پاتې کیدو سپارښتنه کوي او همدا راز دې فکر کوي چې د ناټو د تړون نور متحدین به هم ددې په نمايي یعنې شپږ زره پنځه سوه سرتیري په افغانستان کې پریږدي. نوموړې د سنا د پوځي خدمتونو کمیټې ته ویلي وو موږ باید د ژمنتیا پیغام ورکړو.

راپور وايي، یو شمیر نور جمهوري غوښتونکي استازي چې افغانستان ته یې سفر کړی او هلته یې له پوځي قومندانانو سره کتلي هم په همدې شمیر د سرتیرو د پاتې کیدو ملاتړ کوي.

د کانګرس د پوځي خدمتونو د کمیټې مشر هوارډ بي مکیون ویلي دا ستونزمن کار دی چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان سره په دوه اړخیز امنیتي تړون هم چټک کار وکړي او په عین حال کې په دې هیواد کې د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو شمیر وټاکي.
XS
SM
MD
LG