د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۰ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۲

ننګرهار کې د کډوال ریاست او یو- ان -ایچ- سي- ار ترمنځ اړیکې خړې شوي


د شاوخوا دوو میاشتو راهیسې په ننګرهار کې د UNHCRدفتر او د کډوالو چارو ریاست ترمنځ د پروژو پر سر ځينې ستونزې راولاړې شوي دي.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حیدر فقیرزي دا خبره تاييدوي او وايي، چې دا ستونزې د یونسیار دفتر له خوا د ترسره شوېو پروژو پر سر وې.

نوموړی د یونسیار پر دفتر تور پورې کوي، چې په لوړ قیمت يي پروژې ترسره کړي او خلکو ته يي ګټه کمه رسیدلې:

"زموږ کوم مشکل، چې له یونسیار سره و هغه د کډوالو په سر و، دوي په ځينو سیمو کې پيسې لګولې وې ولې خلکو ته يي ګټه سمه نه رسیده بیا مو ولایت په جریان کې کړ."

د دې مسالې د څیړنې په موخه د ننګرهار ولایت له خوا یو کمیسیون هم جوړ شوی و، چې ساحو ته تللی او له ترسره شویو پروژو يي لیدنه هم کړې ده.

په یاد کمیسیون کې د ولایت استازی روح الله پاچا وايي، چې که څه هم وړې ستونزې به موجودې وې ولې په ټوله کې خلک د یونسیار دفتر له کارونو څخه خوښ و:

"دغه کومو سیمو ته، چې تلی یو او خلکو سره مو خبرې کړي هغوي د دغو پروژو نه رضایت درلود، هو مشکلات به هم وو خو په ټوله کې خلک د یونسیار له کارونو څخه خوښ و.

زما په نظر د دې دواړو ادارو ترمنځ یوې سالمې همکاری او همغږی ته ضرورت دی."


نوموړی وايي، چې دوي راپور ولایت مقام ته ورکړی او که چيرې دغه دواړه ادارې په خپل منځ کې همغږي ووسي ټولې ستونزې به يي اوارې شي.

په دغه موده کې، چې د دواړو دفترونو ترمنځ اړیکې خرابیږي په همدې وخت کې د سرخرود په ساحه کې د یونسیار دفتر له خوا لګول شوو لوحو تور رنګ وهل کیږي.

د سیمې یو تن قومي مشر ملک عزیز وايي، چې دا لوحې یو شمېر شخصي وسله والو کسانو، چې د محاجرینو د ریاست له خوا ورغلي و، رنګ کړي دي:

"رييس د محاجرینو، چې د سرخرود ولسوالۍ د فتیوات سیمې ته راغلی و، دلته يي یو دم لوحې تور کړې وې شخصي جامه کې راغلی او بعضي ځایونو کې يي د اوبو ډرمونه هم اړولي وو."

خو د کډوالو چارو رييس غلام حیدر بیا د خلکو دا تورونه نه مني او په خبره يي دغه کار خپله د یونسیار دفتر کارکوونکو کړی دی:

"موږ، چې د سیمې له خلکو نه پوښتنه وکړه، هغوي وویل، چې دا خپله د یونسیار دفتر کسان راغلي وو هغوي خپله دا لوحې تورې کړي دي."

د یونسیار دفتر مشر ماهیر ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د کډوالو ریاست سره يي اړیکې ښې دي او یوازې هغه وړې ستونزې، چې په تیر کال کې راولاړې شوې وې هیله مند دی، چې اوارې شي:

"زه د کمیسیون نه خبر یم او دغه کمیسیون د هغو مشکلاتو د حلولو په موخه دی،کوم مشکلات،چې په تیر کال کې د محاجرینو د ریاست،د یونسیار د ادارې او د خلکو ترمنځ را ولاړ شوي وو.

ددغه کمیسیون کار په وروستی مرحله کې دی،تر اوسه يي کومه پایله نه ده ورکړې ولې تمه لرم،چې دا کمیسیون به مثبتي پایله له ځانه سره ولري."


دا چې په ځینو سیمو کې د دوی لوحې رنګ شوي وايي،چې تر اوسه دوی هیڅ ډول ثبوت نه لري او پر چا تور هم نشي پورې کولی.

د یونسیار دفتر د مسولینو په خبره له دې وړاندې ټولې چارې د کډوالو ریاست په همغږی او همکاری ترسره کړي او په خبره يي په راتلوونکې کې به هم د یوبل په همکاری کارونه ترسره کړي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG