د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۵

د غزني اوسېدونکي وايي، طالبان یې مظاهرو ته مجبوروي


د غزني اوسېدونکي وايي، چې وسله وال طالبان يې کليو ته ورځي او مجبوره کوي يې چې د پاڅون کوونکيو او سيمه ييزو پوليسو پر ضد لاريونونه وکړي، دوی وايي، که کوم سپين ږيري طالبانو ته خبره ور جواب کړي، نو سمدستي ورباندې بريد کوي.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دا څه موده کېږي چې وسله وال طالبان په وار وار جوماتونو ورځي، سپين ږيري ور ټولوي او مجبوره کوي يې، چې خپل ځوانان د پاڅون کوونکيو او سيمه ييزو پوليسو پر ضد د غزني ښار ته په مظاهرو ولېږي.

دوی وايي، وسله وال طالبان له هره کوره يو يا دوه تنه جوماتونو ته ورغواړي، او هلته ورته وايي، چې بايد خامخا په خپله هم ولاړ شي، او ځوانان هم د غزني والي ته ورولېږي او ورڅخه وغواړي چې د اندړو کليو ته دي نه سيمه ييز پوليسو ورلېږي او نه دي هم پاڅون کوونکي هلته پرېږدي.

د دوی په خبره طالبان ورته وايي، چې سپين ږيري دي دولتي چارواکيو ته ووايي چې سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي مو په کورونو راخېږي او ژوند مو ډېر ورسره تريخ شوی دی.

د اندړو د محکم د کلي يو تن اوسېدونکي علي شاه وايي، چې که کوم سپين ږيری طالبانو ته انکار وکړي، نو په جومات کې د ننه ورباندې بريد کوي، او يا هم يې د نورو په مخ کې سپکوي.

دی وايي، نور نو په خپله سيمه کې ژوند تر زهرو تريخ شوی دی:

"طالبان زموږ کلي ته راغلل، ويل يې چې د علم خېلو جومات ته به له هره کلي دوه دوه نفره راځئ، مونږ هلته شورا لرو، کله چې مونږ ورغلو، د طالبانو يو مشر جګ شو، ويل يې مخکې له دې چې سيمه ييز پوليس يا پاڅون کوونکي دلته راشي، تاسې به وار له مخه ځئ، ولسوالۍ، ته يا ولايت ته او يا هم مرکز ته هلته به چارواکيو ته مظاهرې کوئ او ورته واياست به چې مونږ سيمه ييز پوليس او پاڅون کوونکي نه غواړ، دا به هم ورته واياست چې دغه دواړه ډلې د خلکو کورونو ور اوړي او بې عزته کوي يې."

د اندړو د عالم خېلو د کلي يو اوسېدونکی سميع الله بيا وايي، چې اورېدلي يې دي چې که په ښار کې څوک مظاهرې کوي، نو پوليس ورباندې ډزې کوي.

دی وايي، له يوې خوا طالبان راپسې دي، چې ښار ته په مظاهرو لاړ شئ او هلته که لاړ شو له پوليسو ډارېږو چې ومو نه وولي، د ده په خبره کليوال د پاڼ او پړانګ تر مېنځ را ايسار دي:

"ويل يې چې تاسې به چارواکيو ته واياست چې محلي پوليس او پاڅون کوونکي مو کورونو ته را اوړي، او غلاوې کوي، تاسې به خامخا ولايت يا مرکز ته ځئ، مونږ اوس حيران يو چې څه وکړو، حکومت دي مونږ ته په سيمه کې يوه يوه پوسته جوړه کړي، چې مونږ له دغه غمه خلاص شو."

څو مياشتې وړاندې هم د سيمې اوسېدونکي ازادۍ راډيو ته د طالبانو له ځينې قومندانانو سر ټکاوو چې په زور يې د پاڅون کوونکيو پر ضد مظاهرو ته لېږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو تېر ځل د سيمې د اوسېدونکيو خبرې اساسه بللې وې.
XS
SM
MD
LG