د دفاع وزارت د افغانستان د امنیتي او پوځي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره د امریکا تازه ژمنې مهمې او د افغان حکومت د غوښتنو یوه اساسي برخه بولي.
د دې وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې افغان امنیتي ځواکونه د شمیر له پلوه د پام وړ دي؛ خو د تجهیزاتو او پوځي امکاناتو له درکه ډیرې نیمګړتیاوې لري.
د دې وزارت یوه ویاند جنرال دولت وزیري د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیز او روزنې په برخه کې د امریکا د ولسمشربارک اوباما تازه څرګندونې او ژمنې مهمې او د پام وړ وبللې.
ده د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل، چې افغان امنیتي او پوځي ځواکونه په هوایي او ځمکنۍ برخه کې عصري او مهمو تجهیزاتو ته اړتیا لري:
"له هوایي ځواکونو څخه پرته یوه اردو نیمګړې بلل کیږي؛ موږ د هوایي ځواک په برخه کې ډیرې ستونزې لرو، د انجنیرۍ برخې ته جدي اړتیا لرو، ځکه اوس د ماینونو جګړه ده.
دغه راز استخباراتي جګړې هم اوس ډیرې شوي او موږ د استخباراتي او کشفي څانګو لپاره مهمو او عصري وسایلو او امکاناتو ته ضرورت لري.
همدا راز درنه توپچي او زغروال ځواک ته هم زموږ اردو اړتیا لري."
افغان حکومت تردې وړاندې تل ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه ناټو اوامریکا باید افغان امنیتي او پوځي ځواکونه په ښو وسلو او تجهیزاتو سمبال کړي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشرکرزي سره تر لیدنې او پراخو خبرو اترو وروسته د شنبې په شپه په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل؛ امریکا چمتو ده، چې افغان ځواکونه ښه تجهیز او وروزي.
د امنیتي او پوځي چارو څیړونکي سره له دې چې په تیرو کلونو کې په تجهیزاتي برخه کې له افغان ځواکونو سره د امریکا او ناټو کړې مرستې کمې بولي؛ ټینګار کوي، چې متحده ایالات باید خپلې تازه ژمنې په بشپړ ډول عملي کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل؛ چې که چیرې نړیواله ټولنه په تیره متحده ایالات او ناټو له هره پلوه د افغان ځواکونو تجهیز او پیاوړتیا ته پاملرنه، ونه کړي، نو له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به افغان ځواکونه له ستونزو او ننګونو سره مخامخ شي:
"کومې نیمګړتیاوې چې اوس مهال زموږ په امنیتي او پوځي ځواکونو لیدل کیږي، د سبا لپاره رښتیا هم د اندیښنې وړ دي.
هیله ده، چې امریکا خپله دا تازه ژمنه پرځای کړي او زموږ اردو، پولیس او د ملي امنیت ځواکونه پیاوړي او سمبال کړي.
دې کار ته جدي اړتیا ده او که ترسره نه شي، نو تجربه دا ښیي چې ښایي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم تیرې ستونزې او ناخوالې یو ځل بیا تکرارشي."
افغان امنیتي ځواکونو له نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسوولیتونو د ترلاسه کولو لړۍ په تیر میلادي کال کې پیل کړه او ډیر ژر به د دې پروسې څلورم پړاو هم عملي شي.
د امنیتي او پوځي چارو کتونکي اندیښنه لري، چې ښایي افغان امنیتي ځواکونه دا لړۍ سمه ترسره نه کړي او له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته له راز راز ستونزو سره مخامخ شي.
د دفاع وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې افغان امنیتي ځواکونه د دې پروګرام ترسره کولو ته ژمن او تیار دي او د امریکا د تازه ژمنو له عملي کیدو سره به یې لا په ښه ډول پرمخ بوځي.