د هغې هندۍ نجلۍ ، چې څو ورځې مخکې د څو تنو له خوا جنسي تیری ورباندې شوی وو ، هویت نن اعلان شو.
د هغې پلار د بریتانیې چاپ پيپل (People) نننۍ ګڼې ته په مرکه کې د خپلې لور نوم څرګند کړی او ویلي یې دي :
”ما غوښتل ، چې نړۍ زما د لور نوم (جوټي سنګ پانډې) واوري او په ورته ډول قرباني شویو ښځو ته جرات ورکړي“
په هند کې قوانین د کورنیو د امنیت په خاطر د جنسي تیري د قربانیانو د هویت د پټ پاتې کیدلو حکم کوي.
د هند د معارف وزیر حکومت ته وړاندیز کړی، چې د جنسي تیري پر ضد نوی قانون د پانډې د کورنۍ په نوم کړي.
درویشت کلنه جوټي سنګ پانډې د ډسیمبر په ۲۸ نیټه په سنګاپور کې په روغتون کې مړه شوه ، دا په شدت په سر وهل شوې وه.
حمله کوونکي د جنسي تیري او قتل په تور نیول شوي اوښايي د مرګ په سزا محکوم شي.