د پکتيا ګڼ اوسېدونکي د ولور پور پرې کولو په خاطر په خليج هيوادونو کې په کلونه، کلونه مزدوري کوي .
د دغو مسافرو ځينې وايي تنکي زلمي وو، چې خليج هيوادونو ته د ولور د پور پرې کولو او پيسو ګټلو په نيت تللي وو، اوس يې ودونه کړي او په ږيره کې يې سپين ډکي ښکاري خو لا هم له مسافري نه دي خلاص شوي:
د ملاليو ولورونه په غنمو نه شي
په ميوندونو هم بې وسو زلمو بنګ وکرل
د يو منلي دود په څېر په پکتيا کې چې اوړکي زلمي کيږي، له مور او پلار سره يې د کوژدنې او واده اندېښنه وي، خو چې کوژده ورته وکړي خپل ژڼی زوی د ولور د پور پرې کولو او واده کولو د مراسمو په خاطر د پيسو ګټلو په نيت خليج هيوادونو ته استوي چې مزدوري وکړي، پيسې وګټي او خپل کور اباد کړي.
له خليج هيوادونو راستانه شوي مسافر وايي د لوړ ولور پور پرې کولو سربېره، د پاسپورټ او ويزې د پورنو پرې کول، د کور له پاره د لګښتونو پيسې ګټل او هلته د ورځني ژوند مصارف يې په کلونو، کلونو مزدورئ ته اړکوي، له سعودي عربستان څخه خپل کلي ته راستون شوی مسافر شېر الله مراد د هغه ځای د ځوانو مسافرو کيسه کوي:
“هلته مې ډېر ځوانان ليدلي کارونه يې نه دي پيدا کړي په کلونو، کلونو پاتې شوي او مسافري يې کړې ده، دوى ته يو د ولور ستونزه نه ده، پاسپورټ ويزه، اکامه لګول او په کمو تنخوا کار کول او د دوی بلدتيا او کور ته د خرڅونو رالېږل او د دوی مصارف دا ټول دوی په دې مجبور کړي دي چې په کلونو، کلونو مسافري وکړي”
مراد دا هم وايي چې په ډېره سختي هلته مسافر ځوانان د لوړ ولور د پور پرې کولو ترڅنګ د ويزې او کامو پورونه پرې کوي او په خبره يې چې ډېر ځوانان د نورو په نوکرۍ کې زاړه شوي، ګڼ هغه ځوانان چې له ډېرې مسافرۍ وروسته خپل کلي ته راستانه شوي وايي :
“زه شريف د څمکنيو د نرګسي جګ کلي اوسېدونکی زه خپله دوبۍ ته لاړم، دوه درې کاله مې تېر کړ داسې خلک و چې لس دولس کاله يې تېر کړي او له مجبورۍ کور ته نه شوی راتلی، زه اوس راغلی يم او واده مې دی”
بل تن وايي:
“دلته يو واده ته راغلی يم دلته خو مصرف دا دی چې اته نهه لکه افغانۍ د واده نرخ دی ځوانان به څنګه واده وکړي“
درېيم تن:
“ځينې کسان داسې هم شته چې د دې په خاطر دوبۍ يا نورو هيوادونو ته ځي چې هلته پيسې وګټي او واده راوړي، دا پېغور ورته دريږي چې ولې مې ښځه څو کاله د پلار په کور کښېني شپه ورځ په ځان يوه کړي او واده غم خوري”
يوازې په خليج هيوادونو کې شته مسافر د لوړ ولور د پور پرې کولو شکايت نه کوي، په پکتيا کې به ډېر کم داسې کسان پيدا شي چې لوړ ولور نه وي ځورولي.
په نجونو د لوړ ولور اخيستلو دود له پخوا څخه په دې ولايت کې زيات و خو په دې وروستيو څو کلونو کې دا دود لا پراختيا موندلې، د پکتيا ولايتي شورا غړې زرغونه همت وايي :
”مخکې هم دا دود و خو دومره زيات نه و اوس يې ډېر زيات رواج موندلی لوڼه او خويندې په لوړ ولور خلک ودوي او زموږ ډېر وروڼه د ولور ګټلو په خاطر په نورو هيوادونو کې په کلونو، کلونو پيسې ګټي او بيا ودونه کوي”
په نجونو د لوړ ولور اخيستو له وجې په پکتيا کې د ډېرو زلميو او نجونو د کوژدې او واده ارمان لا هم په زړونو پاتې دی او ګڼ ځوانان په بهرنيو هيوادونو کې د ولور ګټلو په خاطر د مسافرۍ شپې ورځې تېروي.
راپور- داود تپان- پکتيا