د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۲۳

د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ بېرته پرانستل شوه


د تورخم دروازه د مسافرو پر مخ بیرته پرانستل شوه.

دغه سرحدي دروازه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پاکستاني پولیسو له خوا تړل شوې وه.

په ختیځ کې د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند وايي؛ چې دا دروازه پاکستاني پولیسو د دې په خاطر بنده کړې وه، چې له دې وړاندې یو شمېر پاکستانیانو هلته پولیسو ته شکایت کړی و؛ چې دوی په افغانستان کې د پولیسو له خوا ځورول کیږي، چې د دې کار په غبرګون کې پاکستاني پولیسو د تورخم دروازه دوه طرفه تړلې وه.

مومند وايي، پاکستاني چارواکو سره د دوی خبرې وشوې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې دا مشکل به له مرکزي چارواکو سره شریک کړي.

د نوموړي په خبره نن شاوخوا یوولس نیمې بجې دا دروازه بېرته د مسافرو پر مخ خلاصه شوه.

تورخم د افغانستان هغه سرحدي دروازه ده، چې هره ورځ په زرګونو افغانان له دې لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي.

پخواني معلومات:

په تورخم کې پاکستان ته تلوونکې مسافر وايي، چې د سهار له شپږو بجو راهیسې د دوی پرمخ د تورخم لویه لاره تړل شوې ده.

دوی وايي له دوی سره په سلګونو مریضان او ان د دروازې هغې غاړې ته مړي هم بند پاتې دي.

خو پاکستاني پولیس ورته د تلو او راتلو اجازه نه ورکوي.

یو تن مسافر وايي، چې له سهار څخه په سلګونه تنه مسافرین د دروازې دواړو خواوو ته ولاړ پاتې دي:

"نن له سهار نه دلته په تورخم کې ناست یو؛ دروازه بنده ده، له زر یو نیم زرو نه زیات خلک په هوټلونو، دکانوونو او سړکونو باندې ناست دي، دلته موږ سره مریضان دي دا خو څه د دروازې هاغې غاړې ته مړي هم بند پاتې دي؛ هغوی غواړي، چې مړي وطن ته راوړي خو دلته دروازه بند ه.

بس زموږ غوښتنه دا ده، چې دا ډیر لوی مشکل دی او دا دروازه دې باید خلاصه شي."


په ختیځ کې د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند وايي، چې دا لاره پاکستاني پولیسو د دې په خاطر بنده کړې ده؛ چې له دې وړاندې یو شمېر پاکستانیانو هلته پولیسو ته شکایت کړی و؛ چې دوی په افغانستان کې د پولیسو له خوا ځورول کیږي؛ چې د دې کار په غبرګون کې پاکستاني پولیسو د دواړو لورو افغانانو پر مخ دروازه تړلې ده.

"هو پاکستاني پولیسو دا دروازه بنده کړې ده، خو دا مشکل حلیدونکی دی او نن به حل شي، پاکستاني چارواکو سره چې موږ لومړنۍ خبرې کړي؛ هغوی د دې کار بهانه دا په ګوته کوي، چې د کابل په پلچرخي کې د پولیسو له خوا پاکستانیان ځورول کیږي او ددې کار په غبرګون کې دا دروازه يي تړلې ده."

خو ادریس مومند وايي، د تورخم کمیسار له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې کړي دي او په نیږدې وخت کې به دا لاره د مسافرو پر مخ خلاصه شي.

راپور: شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG