د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۰۵

خبرونه

امریکایي عسکر اعتراف وکړ چې د طالب وسله والو مړو ته یې سپکاوی کړى

امریکایي بریدمن "جوزیف چامبلین" اعتراف وکړ؛ چې د وسله والو طالبانو په جسدو یې بولې کړې وې او عکسونه یې ورسره اخیستې وو.

یوې خاصې محکمې د پنجشنبې په ورځ، چامبلین له صلاحیت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، په سمه توګه د ځوانو پوځیانو د نه رهبرۍ او د جګړې د ډګر له تلفاتو سره د عکسونو اخیستلو په جرم محکوم کړ.

قاضې حکم صادر کړ، چې چاملین باید دیرش ورځې زندانې شي، دوه زره امریکایي ډالره نقدي جریمه دې ورکړي او پوځي رتبه یې باید راټیټه شي.

د انټرنټ په یوې ویدیو کې ښودل شوې وه؛ چې چامبلین د هغو دریو طالب وسله والو د مړیو بې عزتې کوې چې د ۲۰۱۱ کال جولای میاشت کې په هلمند ولایت کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی وو.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا هغه مهال دا یوه خواشینونکې پېښه بللې وه او ژمنه یې کړې وه، چې په اړه به یې څېړنه کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پر جګړې د نتنیاهو ټینګار، دوه ورځو کې ۹۰ کسان غزه کې وژل شوي

د اسراییل جګړه کې د غزې یو ویجاړ شوی روغتون، ارشیف
د اسراییل جګړه کې د غزې یو ویجاړ شوی روغتون، ارشیف

د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو یوځل بیا ویلي چې غزه کې جګړه تر هغه وخته نه ختموي چې حماس ډله له منځه ولاړه نه شي او خپل ټول برمته شوي کسان ازاد نه کړي.

هغه په خپلو پرونیو څرګندونو کې ادعا کړې چې حماس ډلې، چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د ترهګرو په توګه پیژني، د اوربند د دوام په صورت کې د نیمایي برمته شویو اسراییلیانو د خلاصون وړاندیز رد کړی دی.

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسوشیتید پریس خبري اژانس د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسراییلو بریدونو له ۹۰ ډیر کسان وژلي دي.

حماس چې تېره اونۍ یې ویلي و د دویم پړاو اوربند په خبرو کې یې پرمختګ کړی دی، له غزې د اسرایلي سرتیرو د وتلو غوښتنه کوي.

په ۱۱ ولایتونو کې د سیلابونو د رواتلو خبرداری ورکړل شوی

په افغانستان کې د سیلونو ویجاړۍ، ارشیف
په افغانستان کې د سیلونو ویجاړۍ، ارشیف

د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په یولسو ولایتونو کې د سیلونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

دغه وزارت د شنبې په ورځ " د حمل ۳۰مه" پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې پنجشیر، پروان، کاپیسا، پکتیا، لوګر، لغمان، کنړ، کندز، تخار او بدخشان به د ثور تر دویمې نیټې د بارانونو او واورو شاهدان وي.

د دغو ولایتونو له اوسیدونکو غوښتل شوي چې د احتمالي زیانونو د مخنیوي لپاره احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

افغانستان له اقلیمي بدلونه اغیزمن هېواد دی چې په دې وروستیو کې په کې سیلاونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېر یوه کال کې نژدې ۹ میلیونه افغانان د اقلیمي بدلون له خطرونو اغیزمن شوي دي.

متقي:له اسحاق دار سره خبرې هر اړخیزې وې، هیله ده کړې ژمنې عملي شي

کابل کې د طالب او پاکستاني چارواکو غونډه، ارشیف
کابل کې د طالب او پاکستاني چارواکو غونډه، ارشیف

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وایي، له خپل پاکستاني سیال اسحاق دار سره یې پرونۍ خبرې مهمې وې او که عملي شي، د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

امیرخان متقي پرون په کابل کې له ښاغلي دار سره د طالب چارواکو تر لیدو کتو وروسته یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، دوی د نورو مسلو ترڅنګ د پاکستان له حکومته له کډوالو سره د ښه سلوک او تدریجي ستنولو غوښتنه وکړه " که د دغو مجلسونو په رڼا کې عمل وشي او دواړه لوري عملي چارو ته ښه توجه وکړي او په شویو پریکړو باندې عمل ترسره شي، دا به د دواړو هېوادونو پر اقتصاد، سیاست او اړیکو کې ډیر کمکي ثابت شي او ښه ثمره به ېې وي."

که څه هم ښاغلي متقي د شویو پریکړو جزیات په ډاګه نه کړل خو څرګنده یې کړه چې خبرې یې پر دریو مسلو ورټولې وې چې سر کې يې د کډوالو ستونزې او بیا دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدر اعظم مرستیال اسحاق دار پرون کابل ته سفر وکړ.

دا په یوه اونۍ کې د پاکستان دویم پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي.

د افغانستان د کرکټ نولس کلنه لوبډله نړیوال جام ته ووتله

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډله
د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډله

د افغانستان د کرکټ نولس کلنو لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ته لاره ومونده.

افغان ځوانانو د غوراوي پړاو سیالیو درې لوبې په ستر توپیر وګټلې او نن وروستۍ لوبه د کوربه نیپال په وړاندې د باران په سبب بې نتیجې شوه.

په دې ترتیب افغان ټیم لومړی مقام وګاټه.

افغان لوبډلې په دې بریاوو سره د نولس کلنو د کرکټ نړیوال جام ته لار پیدا کړه چې تمه ده راتلونکی ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبروري د زمبابوې او نیمبیا په کوربه توب وشي.

د امریکا او ایران استازیو په ایټالیا کې خبرې پيل کړې

د ایران او امریکا بیرغونه
د ایران او امریکا بیرغونه

د امریکایي او ایراني چارواکو ترمنځ د ایټالیا په پلازمینه روم کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل شوې دي.

اسوشیتد پریس اژانس د یوه امریکایي چارواکي په وینا چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، څرګنده کړه چې دا خبرې د تړیو دروازو تر شا په روم کې د عمان په سفارت کې روانې دي.

ایراني رسنیو هم ویلي دي چې د اروپا په وخت تر غرمې لږ مخکې خبرې پيل شوې.

په دې خبرو کې د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویټکاف د امریکایي پلاوي مشري کوي او د ایران د پلاوي مشري د دغهَ هیواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کوي.

دواړو لوریو اونۍ مخکې د شنبې په ورځ د عمان په پلازمینه مسقط کې لومړی پړاو خبرې سره کړې وې، هغه خبرې تهران او واشنګتن رغنده بللې وې.

د افغانستان او تاجکستان سرحد کې زلزله شوې

بدخشان - نقشه
بدخشان - نقشه

د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمو کې نن تر غرمې مخکې یوه زلزله شوې ده.

د دې زلزلې کچه ۵ اعشاریه ۸ درجې بلل شوې.

د راپورونو په اساس د دې زلزلې مرکز د بدخشان په اشکاشم کې ۹۴ کیلومتره تر ځمکې لاندې بلل شوی.

د زلزلې ټکانونه په پېښور، اسلام اباد، لاهور او کشمیر کې هم حس شوي دي.

په ځینو سیمو کې خلک د ودانیو د ټکانونو په سبب بهر وتلي دي.

د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو لا د دې زلزلې په سبب د احتمالي اوښتو زیانونو او پېښو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم اسحق دار کابل ته ورسېد

د پاکستان مرستیال صدراعظم کابل ته ورسېد
د پاکستان مرستیال صدراعظم کابل ته ورسېد

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی دار د پاکستان د کابینې د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه یو ورځني سفر کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره ګوري.

دا سفر به د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د "امنیت، سوداګرۍ، سیمه ایز اتصال او د خلکو ترمنځ د اړیکو" په پراختیا متمرکز وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې پاکستان په تیرو ۲۰ ورځو کې په لسګونو زره افغان کډوال ایستلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د اپریل له پیل راهیسې ۸۵۰۰۰ افغانان له پاکستان څخه افغانستان لېږل شوي دي.

خو د طالبانو حکومت دا شمېره شاوخوا ۷۱۰۰۰ ښيي.

د امریکا دفاع وزارت؛ په سوریه کې د خپلو سرتیرو شمیر تر زرو راکموو

د امریکا دفاع وزارت وايي، په سوریه د خپلو سرتیرو شمیر تر زرو راکموي.

د دغه وزارت د ویاند شان پارنل په خبره د سرتیرو د کمښت امر د دفاع وزیر ورکړی دی.

د پارنل په ټکو، په سوریه کې پاتي سرتیري به د داعش په وړاندې مبازره کې ونډه ولري.

د امریکا ولسمشر ډونالد د خپلې ولسمشرۍ په لومړي دور کې په سوریه د امریکايي سرتیرو حضور ته د شک په سترګه کتل او د دې سرتیرو د وتلو امر يې صادر کړی وو.

بل پلو، عراق تر ۲۰۲۶کاله په دې هېواد کې د امریکايي ماموریت د پایته رسیدو او د ټولو امریکايي سرتیرو د وتو غوښتنه کړې ده.

په سوریه او عراق کې امریکايي سرتیري د داعش وسله والې ډلې پرضد د مبارزه په موخه حضور لري.

حوثي یاغیان؛ د امریکا د پوځ په بریدونو کې ۷۴کسان وژل او ۱۷۰ نور ټپیان دي

ایراني او امریکایي چارواکو تیره اونۍ د عمان په پلازمینه مسقط کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کړې وې.

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي یاغیان وايي، په سره سمندرګي د امریکايي ځواکونو د بریدونو له کبله د وژل شویو کسان شمیر۷۴ او د ټپیانو۱۷۰تنو ته رسیدلی دی.

د امریکا پوځ د جمعه په ورځ په یو بیان کې ویلي و، "په دې هوایي بریدونو کې يې د تیلو یو مهم بندر چې د حوثي یاغیانو په واک کې و، ویجاړ کړی دی".

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په ټکو، امریکایي ځواکونو د راس عیسی بندر په نښه کړی څو حوثي یاغیانو د تیلو له سرچینو محرومه کړي.

وړاندې راغلي، د بریدونو هدف د حوثیانو د اقتصادي ځواک کمزوري کول دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مارچ په ۱۵مه د حوثیانو پر ضد کمپاین پیل کړ.

د دې کمپاین په تعقیب، د حوثیانو پر وړاندې د امریکا هوايي بریدونه زیات شوي دي څو په سره سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر ملکي او پوځي کښتیو د حوثیانو بریدونه پای ته ورسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن شنبې د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ځی

د طالبانو چارواکي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره
د طالبانو چارواکي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره

تمه ده د پاکستان د صداعظم د مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په مشرۍ یوه پلاوی نن کابل ته سفر وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یو بیان کې ویلي، "د دې سفر بلنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ورکړې وه".

اسحاق ډار به په دې سفر کې د طالبانو دحکومت له رییس الوزرا ملا حسن اخوند، په اقتصادي چارو کې د رییس والوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وګوري.

د سفر په اجنډا کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر امنیتي مسایلو بحث، سوداګرۍ، اتصال او د ولسونو ترمنځ د اړیکو په ګډون د همکاریو پراخول شامل دي.

دا پلاوی داسې مهال کابل ته په سفر ځي چې په همدې روانه اونۍ کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د یوه پلاوی په مشرۍ کابل ته تللی و.

بل پلو بیا د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نور الدین عزیزي په مشري یوه پلاوی پرون ماښام له اسلام اباده کابل ته ستون شو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG