د ولسي جرګې یو شمېر پخواني غړي او سیاسي کتونکې د یوولسو وزیرانو د استیضاح په برخه کې د ولسي جرګې پر پریکړې انتقاد کوي.
وروسته له هغې چې ولسي جرګې د یوولسو وزیرانو د استیضاح کولو پریکړه وکړه، یو شمېر سیاسي څیړونکي او د ولسي جرګې پخواني غړي دا پریکړه د افغانستان په ګټه نه بلکې د معاملو او شخصي اهدافو لپاره بولي.
دوي د ولسي جرګې پر یو شمېر غړو تور پورې کوي، چې په دې ډول پریکړو هڅه کوي چې د استیضاح سره له مخامخو وزیرانو پیسې ترلاسه او خپل نور اهداف پرهغوی عملي کړي.
د ولسې جرګې پخوانی غړی او د سیاسي چارو څیړونکی معین مرستیال د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې ولسې جرګې ډیر کله دا ډول پریکړې د چهارشنبې ورځې په غونډو کې کړي ترڅو د پنجشنبې او جمعې په رخصتیوکې له وزیرانو سره د پردې ترشاه معاملې وکړي:
" د ولسې جرګې کړنو په تیرو دوو کلونو کې دا وښودله چې د وزیرانو استیضاح هیڅ معنی نلري.
دا ډول استیضاح د وکیلانو او وزیرانو ترمنځ د ځینو معاملو لپاره دي،مونږ دا ډول پریکړې ترډیره د چهارشنبې په ورځو لیدلي.
د پنجشنبې او جمعې په ورځو رخصتي وي او د وزیرانو او وکیلانو ترمنځ معاملې کیږي او استیضاح شوي وزیران بیرته په خوښۍ سره خپلو دندو ته ور ګرځي".
ولسې جرګې د تیرې چهارشنبې ورځې په عمومي غونډه کې په بې سارې توګه د هغو یوولسو وزیرانو د استیضاح کولو پریکړه وکړه چې په ۱۳۹۰ لمریزکال کې یې له پنځوس فیصدو څخه کمې پراختیایی بودجې لګولي دي.
د ولسې جرګې غړي ټینګار کوي چې په افغانستان کې په هره برخه کې خلک له ډیرو ناخوالو سره مخامخ دي خو دا وزیران نه دي توانیدلي چې د هغوی د ستونزو د حل لپاره حتی د خپلو پراختیایی بودجو نیمایی برخه ولګوي.
د ولسې جرګې دوهم مرستیال نعمت الله غفاري د دې پریکړې ننګه کوي او وایی چې هدف یې معاملې نه بلکې د خلکو او هیواد ګټې دي:
"موږ له خلکو او رسنیو نه داسې خبرې آوریدلي چې ګوندي د وزیرانو او وکیلانو ترمنځ معاملې کیږي په داسې حال کې چې په دې برخه کې مونږ دلایل نلرو.
زمونږ پریکړه د وزیرانو د استیضاح په اړه د افغانستان،د خلکو،نظام او دولت د ګټو لپاره ده".
که څه هم په تیرو کلونو کې ولسې جرګې په یو وار د دومره زیاتو وزیرانو د استیضاح کولو پریکړه نه وه کړې خو په ځینو مواردو کې یې چې د ځینو ستونزو له امله وزیران استیضاح کړي ویل شوي چې هغوی د ولسې جرګې له استیضاحیه غونډو څخه بیرته بریالي وتلي دي.
په عین حال کې د مالیې وزارت ویلي دي چې په ۱۳۹۰ لمریزکال کې د وزارتونو تخصیص د هغوی لخوا په وخت او له اصولو سره سم اجرآ شویدی.
خو د کانونو وزارت ویاند جواد عمر وایی چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې دې وزارت شپږ ویشت فیصده نه بلکې د خپلې پراختیایی بودجې څه پاندې دوه څلویښت فیصده لګولې ده،ځینې نور وزارتونه هم ورته نظر لري او د ولسې جرګې له خپرو شویو شمیرو سره موافق نه دي.