د شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د یوې لويې غونډې په ترڅ کې له نغلو څخه جلال اباد ته د دولس میګاواټه برېښنا د تیریدو پرانستنه وشوه.
په دغه پرانست غونډه کې د اوبو او برېښنا وزیر محمداسمعیل خان په خپلو خبرو کې وویل؛ د برېښنا دغه پروژه؛ چې د امنيتي ستونزو له امله څوکاله ځنډیدلې وه؛ نن يې رسمي پرانستنه وکړه.
نوموړي وویل، چې دغه پروژه لا بشپړه شوې نه ده او اوس یوازې دولس میګاواټه برېښنا ننګرهار او څلور میګاواټه برېښنا لغمان ته ورکړل شوه؛ چې په خبره يې په راتلوونکې کې به نوره برېښنا هم یادو ولایتونو ته ورکړل شي.
"دا پروژه، چې لویه اقتصادي پروژه ده، د دې لپاره ۳۷ میلیونه ډالره ورته ځانګړې شوي، چې ټول باید دوه دیرش میګاواټه برېښنا تولید او لغمان او ننګرهار ولایتونه ته ورکړل شي؛ اوس یوازې د شپاړلس میګاواټو د تولید کار بشپړ شو، چې له دې کچې څلور يې لغمان ته او پاتې دولس میګاواټه يې ننګرهار ته ورکړل شول."
د ننګرهار والي ګل اغا شیرزی که څه هم د دغې پروژې پر پرانستلو خوښي ښکاره کړه؛ خو د برېښنا وزارت له وزیر او نوور مرستندویه ادارونه غوښتنه وکړه؛ چې په دې برق سره د ننګرهار ستونزه نه حل کیږي او په راتلوونکې کې باید نوره برېښنا هم ورکړل شي.
"د برېښنا محترم صیب وزیر او دارنګه د مالیې وزیر نه هیله لرم، چې دغه اوسنی لین، چې جلال اباد ته راغلی د اتیا میګاواټو برېښنا ظرفیت لري او زه هیله لرم، چې نور سپسټیشنونه جوړ کړي او اویا اتیا میګاواټه برېښنا جلال اباد ته ورکړل شي؛ ځکه تاسې ته بهتره معلومه ده، چې یوازې په جلال اباد ښار کې پینځه شپیته زره کورنۍ اوسیږي او دا رنګه صنعتي پارکونه دي، چې د هغوی مشکلات به هم حل شي."
د ولسي جرګې یو شمېر غړو، چې په دې غونډه کې يي ګډون کړی و، د برېښنا له وزارت نه يې غوښتنه وکړه، چې دا نیمګړې پروژه باید بشپړه شي او پاتې نوره برېښنا هم باید دې ولایت ته ورسیږي.
دا رنګه دوی له ولایتي چارواکو هم وغوښتل، چې د برېښنا ویش کې دې له انصاف نه کار واخستل شي.
باید وویل شي، چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د برېښنا وزارت چارواکو ویلي وو؛ چې دوی به څه باندې دیرش میګاواټه برېښنا له نغلو څخه ننګرهار ته ورکړي، چې د څلورو کلونو له تیریدو وروسته اوس یوازې دولس میګاواټه برېښنا ورکړل شوه؛ خو دا لا څرګنده نه ده، چې پاتې برېښنا به کله دې ولایت ته ورکول کیږي.
راپور: شاه محمود شینواری