د مصر وتلو قاضيانو ولسمشر محمد مُرسي تورن کړ؛ چې د عدلي او قضايي ارګان پر خپلواکۍ بېسارى بريد کوي.
دا انتقاد د شنبې په ورځ د قضايي چارو د عالي شورا له خوا چې اداري او قضايي چارې سمبالوي- په يوه اعلاميه کې خپور شوى دى.
دا اقدام وروسته تر هغه کېږي چې ولسمشر ښاغلي مُرسي د پنج شنبې په ورځ په يوه فرمان کې خپل نوي صلاحيتونه زيات کړل.
بله خوا د مصر په دويم ستر ښار سکندريه او بحيره ولايت کې قاضيانو د اعتراض په توګه د اعتصاب اعلان وکړ.
دوى وويل چې دغه فرمان د قدرت د تفکيک له اصل څخه سرغړونه ده او دوى به تر هغو خپل کار ته ستانه نه شي، چې دغه فرمان نه وي لغوه شوى.
دغه فرمان د اساسي قانون د شورا د جوړېدو مخه هم نيسي، دغه شورا يا اسمبلۍ پر نوي اساسي قانون کار کوي.
تر هغو چې نوى پارلمان تشکيل شوى نه وي، دغه فرمان د ولسمشر د پرېکړو او نويو قوانينو د قانوني چلينج کولو مخنيوى هم کوي.
مرسي د خپلې ادارې لوى څارنوال له دندې ليرې کړى او دا صلاحيت يې ځان ته ورکړى، چې نوى څارنوال وټاکي.
ولسمشر او د هغه ملاتړي وايي مرسي دا اقدامات د دې لپاره کوي چې د پخواني ولسمشر حسني مبارک د وفادارو کسانو له خوا د تېر کال انقلاب ته کوم زيان ونه رسېږي.
محمد مُرسي د جمعې په ورځ د مصر په پلازمېنه قاهره کې د خپلو پلويانو يوې ډلې ته وينا وکړه:
”انقلاب تېر شوى، خو وبه نه درېږي. عدلي او قضايي ارګان د هغه له وفادارو غړو سره يوځاى د درناوي وړ اداره ده، خو هغه کسان چې غواړي په اداره کې دننه پټ شي، زما تر څارنې لاندې به وي“
د جمعې په ورځ په مصر کې په لسګونو زره کسانو د ولسمشر د فرمان په وړاندې اعتراضونه وکړل، دوى پر مرسي تور پورې کړ، چې د ديکتاتوري قدرت د تصرف هڅه کوي.
په قاهره کې پوليسو پر هغو اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکى ګاز وشينده، چې تحرير ميدان ته نژدې راټول شوي وو.
له پورت سعيد، سوئز او سکندريې څخه هم له تاوتريخوالي د ډکو اعتراضونو راپورونه ورکړل شوي دي. په دې ځايونو کې مظاهره چيانو د اخوان المسلمين پر دفترونو بريدونه وکړل.
امريکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د ولسمشر له خوا د قدرت پر دې تصرف اندېښنه څرګنده کړې ده.