د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي، ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې په لومړي سر کې په هغو ولایتونو کې د کانکور ازموینه واخیستل شي؛ چې په ژمي کې یې د تګ راتګ لارې په واورو پوښل کیږي.
د لوړو زده کړو وزیر پوهاند عبیدالله عبید دشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په پنځو ولایتونو کې د کانکور ازموینې د اخیستلو لپاره تیاری نیول شوی دی:
"د لوړو زده کړو وزارت اعلانوي، چې د کانکور آزموینې روانه اونۍ پيلیږي. موږ د پینځو ولایتونو لکه ارزګان، دایکندي، بامیان، غور او سرپل لپاره د ازموینې د اخیستلو تیارۍ لرو. ټول سوالونه او هغه بکسونه چې سوالونه په کې موجود دي، چمتو شوي، زموږ هیات په منظم ډول آمادګي لري او یوازې پرواز ته انتظار کوي."
ښاغلي عبید زیاته کړه، چې په تېرو اتو میاشتو کې یې د هېواد په بېلابیلو پوهنتونونو کې ۲۸ نوي پوهنځي او ۱۳۶ ډیپارټمنټونه (څانګې) رامنځ ته کړي.
هغه زیاته کړه، سږکال د ټول هېواد له ۱۲ ټولګیو څخه په کانکور کې ۲۲۰زره زده کوونکي برخه اخلي؛ چې ۸۰ زره به په کې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسساتو ته جذب شي.
پوهاند عبید وویل، چې ۴۳زره زده کوونکي به لوړو او ۳۱ زره نور به نیمه لوړو زده کړو موسساتوته جذب شي.
چارواکي وايي، چې تېر کال د لوړو اونیمه لوړوزده کړو موسساتوته یواځې ۴۳ زره زده کوونکي جذب شوي وو.
پوهاند عبیدالله عبید زیاته کړه، چې د سږکال کانکور لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي او ډاډ یې څرګند کړ، چې په کانکور کې د درغلۍ مخه نیسي.
"د کانکور د شفافیت په اړه تاسې ته سل په سلو کې ډاډ درکوم؛ له مرکز څخه د کانکور ازموینې سره تلونکو کسانو ته په دې اړه پوره هدایتونو ورکړل شوي دي او په دې برخه کې سیمه ییز چارواکي والیان امنیه قوماندانان او داسې نور دې کوښښ وکړي؛ چې د کانکور په امنیت او څارنه کې له لوړوزده کړو وزارت سره مرسته وکړي او په کانکور باندې د زورواکانو له نفوس څخه مخینوی وکړي."
چارواکي وايي، چې تیر کال له هر ولایت څخه بهر ته په تحصیلي بورسونو ۷ کسان خو سږکال به له هرولایت څخه د کانکور له ازموینې وروسته ۱۹ کسان د ماسټرۍ لپاره ولاړ شي.
دلوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید وویل، هغه قانون چې بهرته د لوړو زده کړو لپاره د محصلینو د تګ لپاره په کې د زده کوونکي د نومرو پنځه اتیا فیصدې شرط بلل شوی اوس تعدیل شوی او د ۶۵ فیصدۍ محصلین هم د تحصلي بوروسونو په کانکور کې ګډون وکړي.
په دې وروستیو څو کلونو کې په کانکور ازموینه کې د ګډونوالو د شمیر د زیاتیدو له امله د کانکور ازموینه په بیلابیلو مرحلو کې په ګڼ شمیر ولایتونو کې اخیستل کیږي.
له همدې امله یو شمیر خلک شکایت کوي، چې په کانکور ازموینې څارنه کمزورې شوي او د سیمه ییزو مسوولینو لاسوهنه په کې زیاته شوې ده.
خو د لوړو زده کړو وزارت مسوولین بیا د کانکور ازموینې د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي.
راپور: رحمت الله افغان