د کونړ د مرکز په ګډون د څلورو اداري واحدونو امنیتي مسولیتونه د چهارشنبې په ورځ افغان ځواکونو ته وسپارل شول.
د واک د سپارلو لپاره مراسم په اسعداباد کې جوړ شوي و، چې له کابله د دفاع،کورنیو چارو او د یو شمېر نورو وزارتونو استازو په کې ګډون درلوده .
په کونړ کې د نورګل ،څوکۍ ،نرنګ ولسوالیو او مرکز اسعداباد د امنیتي مسولیت چارې په داسې حال کې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي، چې له تیرو پنځو میاشتو څخه د کونړ سرحدي ولسوالۍ د پاکستان د پوځ د راکټي بریدونو لاندې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین سترپاسوال عبدالرحمن وویل، دوي په دې خوښ دي، چې د خپل هېواد د ساتنې مسولیت په خپله غاړه اخلي او افغان ځواکونه اوس د دې توان لري، چې د افغانستان له عرضي تمامیت څخه دفاع وکړي.
هغه وویل، له کونړه وړاندې د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي، چې ورسره امنیت ښه شوی.
د دفاع وزارت د لوي درستیز مرستیال ډګر جنرال محمد اکرم وویل، ولسونه باید د افغان ځواکونو ملا وتړي، څو دوي په ډاډه زړه امنیت تامین کړي او د برید کوونکو بریدونه په شا وتمبوي.
د کونړ والي فضل الله وحیدي وايي، ولسونو پخوا هم د افغان ځواکونو پوره ملاتړ کړی او اوس هم دیته چمتو دي، چې د خپلې خاروې،سرحدونو او خلکو دفاع وکړي:
"له امنیتي ارګانونه د زړه له کومې مننه کوم، د دوي د شجاعت او میړانې، چې دغه مسولیت په غاړه واخیست او کوم افتخار چې دوي نن په لاس راوړي دا یوازې د اردو نه دی، د پولیسو نه دی دا زموږ د ټولو افتخار دی."
کونړ یو سرحدي اوغرنی ولایت دی، چې ډیری وختونه په کې د دولت د پلوي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې کیږي او دا به وروسته څرګنده شي چې په دغو څلورو اداري واحدونو کې د مسولیتونو د انتقال نه پس به امنیتي حالات د وسله والو طالبانو او که د دولت په ګټه وڅرخي.
روح الله انوري، کونړ