د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۱

"د سوات د یوې نجلۍ خاطرات"


"زه د خپل ښونځي جامو، د خپلو کالیو د المارۍ، د ښوونځي بکس په لیدو خپه کیږم.

طالبانو زموږ په سیمه کې د نجونو ښوونځي تړلي، ماته د خپل ټولګي ملګرې را یادیږي."


دا د هغه یادداښت یوه برخه ده، چې ملالۍ یوسفزۍ په ۲۰۰۹ کال کې په سوات کې د پاکستاني طالبانو له خوا د نجونو د ښونځیو تر تړل کیدو وروسته لیکلی وو.

ملاله یوسفزۍ یولس کلنه وه، چې په مستعار نوم، ګل مکۍ یې د بي بي سي اردو ویب پاڼې لپاره د خپلو ورځنیو یاد داښتونو په لیکلو پيل وکړ.

دا هغه مهال وو، چې پاکستاني طالبانو په سوات کې د نجونو ښوونځي بند کړي وو او سیمه د تشدد، د قرباني کیدو په حال کې وه.

ملاله یوسفزۍ اوس څوارلس کلنه ده، دی د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې د خپل ورځني ژوند تصویر د خپلو لیکنو په مټه د نړېوالو سره شریکاوه.

دی د ۲۰۰۹ کال د جنوري په یولسمه نیټه د خپلو یاد داشتونو په خپرولو پيل وکړ.

د ملالې یوسفزۍ لیکنې د سوات انجلۍ خاطرات یا (سوات ګړل ډایري) تر سرلیک لاندې خپریدې.

ملالې لیکل، چې څرنګه وسله وال طالبان د دوی په سیمه کې واکمن دي، د نجونو ښوونځي یې تړلي دي او دا په کور کې څه کوي او په دې ډول یې د هغو پينځوس زره نجونو غږ نړېوالو ته رساوه، چې په سیمه کې د طالبانو د واکمنۍ په خاطر ښوونځي ته د تګ څخه محرومې وې.

ملالۍ یوسفزۍ تیر کال د پاکستان د حکومت څخه د ( ځوانانو لپاره د سولې ملي جایزه ) ګټونکي وه.

دا اوله پاکستانۍ نجلۍ وه، چې د ماشومانو د سولې د نړېوالې جایزې لپاره کاندید شوه.

که څه هم دې دا جایزه ونه ګټله، خو د نړۍ د زیاتو هېوادونو خلکو دا د داسې چا په توګه وپيژنده، چې په خپل ټاټوبي کې یې د وسله والو طالبانو په ضد غږ اوچت کړی وو .

دې هغه مهال د دې سترې جایزې لپاره د ځان د کاندیدۍ په اړه ازادي راډیو ته ویلي وو:

"دا زما لپاره ډيره د فخر خبره وه، چې د سولې د دې جایزې لپاره زما نوم راغلی وو، اول وار د پاکستان څخه یوه ماشومه کاندید شوې وه، اول وار د پاکستان نوم اخیستل شوی وو، د دې ټولو خبرو لپازه خوشحاله وم ، دا زموږ د ملک لپاره هم د فخر خبره وه ."

خو ملاله یوسفزۍ د اکټوبر په نهمه نیټه پداسې حال کې چې څو ځایه ویشتل شوې وه ، په روغتون کې زخمي پرته وه .

وسله والو کسانو د سه شنبې په ورځ پر هغه موټر حمله وکړه چې ملاله یوسفزۍ د خپلو نورو ملګرو سره ښوونځي ته تله .

د سوات په لوي ښار مینګوره کې د دې پيښې مسولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې اخیستی دی. د تحریک طالبان پاکستان ډلې د مارچ په میاشت کې مشال راډیو ته ویلي وو چې ملاله یوسفزۍ د دوی د اهدافو په لست کې شامله ده .

ملاله یوسفزۍ په سر لګیدلې ده او رپوټونه وایي چې روغتیايي حالت یې ډیر نازک دی.
XS
SM
MD
LG