د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۵

د ۲۰۱۲ کال د کرکټ نړیوال شل اوریز جام ویسټ انډیز ټیم وګاټه


د ۲۰۱۲ کال نړیوالې شل اوریز کرکټ لوبې د سریلانکا په بیلابیلو ښارونو کې تر سره شوې؛ چې وروستۍ لوبه یې د کولمبو په "آر. پي. اېس" سټډیوم کې وشوه او ویسټ انډیز که څه هم چې لوبه په لومړي سر کې له لاسه ورکړې وه؛ خو د سمیول په ۷۸ منډو سره یې د ۱۳۷ منډو هدف کوربه سریلانکا ته ورکړ.

سریلانکا خپل ټول لوبغاړي په یواځې ۱۰۱ منډو له لاسه ورکړل او لوبه ترې میلمه لوبډلې وګټله.

د ویسټ انډیز لوبډلې کپټان ډارین سامي رسنیو ته وویل، چې خپلو ملاتړ کوونکو څخه مننه کوي:

"زه یواځې همدومره وایم، چې له ټولو مننه کوم له هر یوه، چې له موږ یې ملاتړ کړی، موږ له سریلانکا او خلکو سره یې مینه لرو او له سریلانکا سره مو د یوه فاینل تمه هم کوله ځکه چې ننداره چیان یې ډیر ورته راشي؛ دا چې موږ ماته ورکړه دا ټورنمنټ یواځې او یواځې د مینه والو لپاره دی او زه وایم چې سریلانمکا واقعا زموږ لپاره حیرانونکې وه."

د سریلانکا لپاره که څه هم چې د یاد ټورنمنټ تر ټولو ډېر ویکټ اخیستونکي بالر اجنټا منډس څلور ویکټې واخیستې او د خپلو ویکټو شمیر یې ۱۵ ته ورساوو خو له خپل ټیم سره یې په ګټلو کې مرسته ونه کړه.

لکه څنګه چې د سریلانکا کپټان مهیلا جیوردنې هم د خپلو لوبغاړو له ښې لوبې خبرې کوي؛ خو وایي، چې د سریلانکا خلک به هرو مرو د دې ماتې له امله ترې خواشیني شوي وي.

"په فیلډینګ کې یو لړ تېروتنې او له هغې وروسته درې څلور خرابه اورنه د دې امل شول چې لوبه مو د هغوی په خوا کړه خو د ټیم لوبغاړو خپلې هڅې وکړې.

خو موږ ټول ننداره چیان او خپل خلک خواشیني کړل خو سر له هغې هم د ویسټ انډیز ټیم ته د هغوی د بریا په اړه مبارکي وایم."


د ۲۰۱۲ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د اسټرالیا الرونډر شین واټسن په یولسو ویکټو او ۲۴۹ منډو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړی وپیژندل شو.

د ویلو ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم د یادو سیالیو په لومړي دور کې له هند او انګلستان سره مخ شوې وه؛ خو له هند سره یې تر یوې ښې لوبې خو ماتې وروسته له انګستان څخه هم ماته وخوړه او له مختګ پاتې راغله.

د دې تر څنګ د ښځو د کرکټ شل اوریزې نړیوالې سیالۍ هم وشوې؛ چې پایلوبه یې اسټرالیا وګټله.

اسټرالیایي نجونو وکړای شول، د انګلستان لوبغاړې په څلورو منډو ماتې کړي هغه هم داسې چې د خپل ۱۴۲ منډو په پوره کولو کې یې د انګلستان نجونې په ۱۳۸ منډو وسوځولې او لوبه یې د ځان په ګټه ختمه کړه.

راپور: صفي الله ستانکزی
XS
SM
MD
LG