د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

افغان حکومت په ۱۶ لویو اقتصادي پروژو کار کوي


د فواید عامې او اقتصاد وزارتونه د عصري ترانسپورتي سیستم جوړول، بریښنا ته لاس رسی، ښاري خدمتونه او د کورنیو تولیداتو زیاتیدل په افغانستان کې د عوایدو د ډیروالي اساسي سرچینې بولي.

د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن د چهارشنبې په ورځ په هغه غونډه کې، چې د زیر بنایي پروژو د پیاوړتیا په هدف جوړه شوې وه وویل، چې د سکتوري وزارتونو ترمنځ هماهنګي کولای شي زیر بنایي پروژې تقویه کړي.

د ښاغلي اوژن په خبره په دې برخه کې تر یوه حده پرمختګ هم شوی، خو څرګنده یې کړه اساسي هڅو ته اړتیا شته:

"په اتفاق، همغږۍ او هڅو سره کولای شو؛ د ملي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې ډیر لوی کارونه وکړو.

ټول اړونده وزارتونه د افغانستان د ملي پراختیا ستراتيژۍ او د ملي پروګرامونو په برخه کې مهم رول لري.

د زیربنايي پروژو پرمختګ ملي او نړېوالو پانګونو ته زمینه مساعدوي او د کار زمینې هم برابروي."


د فواید عامې د وزیر په خبره په سکتوري وزارتونو کې د کاري ظرفیتونو ټیټوالی، لازمو مالي سرچینو ته نه لاس رسۍ او نا امني د زیربنایي پروژو د تقویې په برخه کې د دوی له اصلي ستونزو څخه دي.

په دې غونډه کې د اقتصاد، ښاري پراختیا او مخابراتو وزیرانو او د یو شمېر وزارتونو مرستیالانو هم برخه اخیستې وه.

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، چې ټول سکتوري وزارتونه باید د هېواد د اقتصاد د ودې په برخه کې رغنده ونډه واخلي.

هغه وویل، چې د هېواد د اقتصاد په وده کې سوداګر هم برخه لري او له هغوی نه یې وغوښتل، چې د کورنیو تولیداتو زیاتولو ته پاملرنه زیاته کړي:

"زموږ ملي سوداګر، چې په تیرو لسو کلونو کې په وارداتو بوخت وو، وروسته تر دې باید په هېواد کې د تولید په فکر کې شي، څو له یوې خوا د کار زمینه برابره شي او له بلې خوا موږ خپل تولیدات ولرو.

زه باور لرم دغه پانګونې چې په وارداتو کیږي که په تولیدي برخه کې وشي نو انشاالله، چې ډیره ښه او ګټوره لاسته راوړنه به ولرو."


د اقتصاد وزیر همدا راز وویل، چې له نورو سکتوري وزارتونو سره په همغږۍ د دوه ویشت ملي اقتصادي پروژې نړېوالو ته مطرح شوي، چې شپاړلس یې د نړېوالې ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو له خوا مهم بلل شوي دي.

افغان حکومت تل هڅه کوي، چې د هېواد د اقتصاد د ودې او تقویې لپاره اقتصادي پروژې پلي کړي، خو ویل کیږي چې اداري فساد، نا امني او د کاري ظرفیتونو ټیټوالی هغه څه دي، چې د اساسي او زیربنایي پروژو د عملي کیدو مخه یې ډب کړی ده.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG