د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۳۰

په پکتیکا کې لس تنه ښځینه پولیسې له یوه روزنیز مرکز څخه فارغې شوې


په پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره ښځینه پولیسې له یوه روزنیز مرکز څخه فارغې او په دندو وګمارل شوې.

د جمعې په ورځ د پکتيکا مرکز د ښرنې په ښار کې لس تنه ښځينه پوليسي د پوليسو له روزنيز مرکز څخه تر فارغيدو وروسته د امنيه قومانداني په چوکاټ کې رسماً په امنيتي دندو وګمارل شوې.

د مرجانې په نوم يوې فارغې شوې ميرمنې له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه خوښي څرګنده کړه؛ چې په پکیتکا کې هم ښځینه پولیسو فارغې او په دندو ګمارل کیږي.

د پکتيکا والي محب اله صميم وويل، باور لري، چې فارغې شوې ښځينه پوليسې به په مرکز ښرنه کې د امنيت په تا مين، د کورونو د تلاشيو په عملياتو او د پوليسو ليکو ته د نورو ښځو په جلب او جذب کې مهم رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG