د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

راین کراکر په یو څلورلاري کې یوه لارۍ ووهله او وتښتېد


کراکر
کراکر
په افغانستان او عراق کې د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی سفېر او متقاعد ډپلوماټ راین کراکر په امریکا کې د نشې په حالت کې د موټر چلولو او له بل موټر سره له ټکر وروسته د پیښې له ځای څخه د تیښتې په جرم نیول شوی دی.

راپورونه وایي، کراکر ځان بې ګناه ښودلی دی.

پولیس وایي، کراکر د اګست په ۱۴ مه د واشنګټن ایالت د سپوکانې درې په یوې څلور لارې کې یوه لارۍ ووهله او د پیښې له ځای څخه و تیښتیده.

یوه عینې شاهد پولیسو ته ټیلیفون کړی و او وروسته پولیسو کراکر پیدا او له تنفسې ازمیښت څخه یي معلومه شوه چې په وینه کې یي الکهول له قانوني حد څخه دوه برابره زیات وو.

که مجرم وپیژندل شي نو راین کراکر به جریمه او دغه راز د بند په سزا محکوم شي.

کراکر د روان کال په اوړي کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د سفېر له دندې څخه د روغتیایي دلایلو له وجې استعفی کړې وه.
XS
SM
MD
LG