له کوټې ښاره جنوب لور ته په شاوخوا څلوېښت کيلوميټرۍ کې د مستونګ سيمې په دشت نومي ځاى کې بېګا شپه نامالومو کسانو هغو درېوو کانټينر لاريو ته اور ورکړ چې د کراچۍ له قاسم بندره يې د چمن له لارې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته اکمالات لېږدول.
د مستونګ سيمې يو دولتي چارواکى شاه عرفان له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې
، چې په نتيجه کې يې درې کانټينر لارۍ- چې وايي په خوراکي شيانو بار وو- په بشپړه توګه سوځېدلي خو چاته پکې کوم ځاني تاوان نه دى رسېدلى.
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠١١م کال په نومبر کې د مومندو پر سلاله پوسته باندې د ناټو ځواکونو تر بريد وروسته پاکستان د چمن او تورخم له لارې په افغانستان کې مېشتو ناځواکونو ته دغه اکمالات ځنډولي وو او تېره مياشت يې د يوې موافقې په ترڅ کې دغو اکمالاتي کاروانونو ته اجازه ورکړه.
د يادونې وړ ده چې د تېرې جولاى د مياشتې پر څلرويشته نېټه په خيبراېجنسۍ کې هم وسلوالو ناټو ته پر اکمالات وړونکي کانټينر بريد کړى وو او يو تن يې وژلى، يو يې ټپي کړى هم وو، چې مسووليت يې د پاکستان وسلوالو طالبانو غورځنګ پر غاړه اخيستى وو، خو دا لومړى ځل دى چې د ناټو د اکمالاتي لارۍ تر دې نوي تړون وروسته په بلوچستان کې هم تر بريد لاندې راغلې، خو مسووليت يې لا هم کومې ډلې نه دى منلى.
بارکوال مياخېل- کوټه

په موټرسايکل سپرو کسانو دغه کانټينر لارۍ درولې او بيا يې تېل ورباندې توى کړي او اور يې ورکړى دىد مستونګ يو چارواکى