د سوریې جمهور رئیس بشار الاسد نن په یوه لیکلې بیان کې خپل وسله وال ځواکونه دده په وینا، د جنایت کارو تروریستې ډلو پر ضد هلو ځلو کې وستایل.
اسد وویل، د یاغیانو پر ضد جګړه به زموږ د خلکواو هیواد، حال ، ماضې او راتلونکی برخه لیک وټاکي.
بشار الاسد چي په تېرو دوو اوونیو کي په عام محضر کې نه و لیدل شوی، وایي:
کورني اجنټان د هیواد په ورانۍ کي له بهرنیو دښمنانو سره مرسته کوي.
د بشارالاسد وینا په داسې حال کې خپره شوې چې حکومتې ځواکونه له یاغیانو سره د حلب ښار د کنترول پر سر په سختو جګړو کې ښکیل دي.
د سوریې حکومتي جنګي الوتکو تېره شپه په حلب ښار کې د یاغیانو پر سنګرونو بمې حملې وکړې او پر ښار باندې د واکمنۍ ټينګولو لپاره، د دواړو خواوو تر منځ له پنځو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان وایي د جګړو له پیل راهیسي د حلب ښار له شاوخوا دوه میلونو اوسیدونکو څخه لږ ترلږه دوه لکه یي تښتېدلې دې.